کورپاڼه / جالب / جالبه: په مکسیکو کې یو غل پخپل ځان پسې پولیس راغوښتي

جالبه: په مکسیکو کې یو غل پخپل ځان پسې پولیس راغوښتي

په مکسیکو کې یو غل یو کور ته په ننوتلو سره د غلا اراده لرله او غوښتل چې یو څه پټ کړي، خو کور ته په ننوتلو سره له یوې داسې ستونزې سره مخ شو چې پخپله یې پخپل ځان پسې پولیس راوغوښتل.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه پېښه د مکسیکو د موریلیا په ښار کې هغه وخت رامنځته شوې، کله چې غل یو ته د اوسپنیزو سیخانو له لارې دننه کیده، خو د سیخانو یو بل ته نږدې والی ددې سبب شو چې غل دې مجبور کړي ترڅو پولیسو راوغواړي، ځکه چې د سیخونو د تنګوالي په سبب یې سر ونښت.

راپور زیاتوي چې دغه چاغ غل اراده لرله چې د سیخانو له لارې به کور ته ور دننه شي، خو د سر په نښتو یې نه یوازې ونه شو کولی چې کور ته دننه شي بلکې له دوو ساعتونو خوارۍ وروسته یې پولیس ته زنګ وواهه او پولیسو ته یې وویل: زه یو غل یم، یو کور ته د غلا لپاره راغلی یم، خو د کور په مخ کې په سیخونو نښتی یم، راشئ او ما له دې ځایه در خلاص کړئ.

ویل کېږي چې له لږ ځنډ وروسته پولیس ور ورسېدل، غلا له سیخانو راوباسه او ولچک یې کړ. ددې پېښې ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوې او په ویډیو کې ویډیو کوونکی شخص وایي چې دغه غلا په سیخانو کې په داسې ډول نښتی لکه موږک چې په تلک کې ونښلي.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …