د ګرمۍ په موسم کې خپل پوستکی له دانو، داغونو او د ځوانکو څخه د ژغورلو او د پوستکی د ښکلا لپاره په لاندې لارښوونو عمل وکړئ.
-
هڅه وکړئ چې هر وخت مو پوستکی پاک وي او تر ډېره پر پوستکي تېل مه پرېږدئ.
-
پخپل مخ ډېر لاسونه مه وهئ، په دست یې مه وچوئ او پرځای ټشو پیپر استعمال کړئ.
-
د پوستکي د روغتیا لپاره د لمر وړانګې یا په ګرمو اوبو سره لامبل هم زیانمن وي او روغتیایي کارپوهان وایي چې د پوستکي د هر ډول ناروغۍ درملنه په یخو اوبو کې وي.
-
له لامبلو وروسته او د پوستکي له وچېدو دمخه د پوستکي د ښه ساتلو لپاره کریم ووهئ، خو که پوستکی مو حساس وي نو اړوند کریم ورته واخلئ.
-
په ورزش کولو سره هم د پوستکي روغتیا ښه ساتل کېږي.
-
د پوستکي د نمجن ساتلو لپاره هره ورځ لږ تر لږه اته پیالې اوبه وڅښئ.
-
نامناسب خوب هم د انسان پر پوستکي اغېزې کوي او د پوستکي د روغتیا لپاره خوب کول اړین وي.
-
په خوراکي توکو کې مېوې او شېدې شاملې کړئ.
-
له کور څخه د وتلو په صورت کې اوبه ضرور وڅښئ ترڅو تازه واوسئ او د لمر له وړانګو څخه مو پوستکی خوندي وي.