کورپاڼه / هنر او کلتور / د سیف علي خان لومړنی تصویر چې له کوچني زوی سره یې اخیستی، خپور شو

د سیف علي خان لومړنی تصویر چې له کوچني زوی سره یې اخیستی، خپور شو

د بالیووډ د اداکار یا هنرمند سیف علي خان لومړنی تصویر چې د خپل کوچني زوی سره یې اخیستی په ټولنیزو رسنیو خپور شو.

د بالیووډ د مشهورې جوړې سیف علي خان او کرینا کپور د کوچني زوی د پیدایښت یوه میاشت پوره شوه او په دې لړ کې د سیف علي خان خور صبا علي خان د پخپل انستاګرم د تایید شوي اکونټ پر سټورۍ یو تصویر خپور کړی.

صبا علي خان د انستاګرام پر سټورۍ درې عکسونه سره جوړه کړي او خپاره کړي دي، چې په یو تصویر کې د سیف علي خان او کرینا کوچنی زوی دی او د دوی یوازې لاسونه پکې ښکاري، په دویم تصویر کې کرینا کپور خپل کوچنی زوی په غېږ کې اخیستی او په بل تصویر کې سیف علي خان خپل زوی په غېږ کې نېولی دی.

صبا علي خان د تصویر له خپرولو سره په سرلیک کې لیکلي دي، چې یوه میاشت یې پوره شوه او خپل ورور او وریندار ته یې په خطاب کې ویلي چې زه تاسو سره مینه لرم.

یاده دې وي چې کرینا کپور او سیف علي خان له  ۲۰۱۲ کال راهیسې سره ګډ ژوند کوي او دوی زامن لري.

دا هم ولولئ

میا خلیفه له خپل کیریر څخه لس برابره زیاتې روپۍ خیره بنسټونو ته ورکړي

د غیر اخلاقي فلمونو پخوانۍ اداکارې میا خلیفه په یوې مرکه کې ددې خبرې په …