کورپاڼه / بېلا بېل / فنلینډ د نړۍ خوښ یا خوشحاله او افغانستان ترټولو ناخوښ یا غمجن هیواد ګڼل شوی

فنلینډ د نړۍ خوښ یا خوشحاله او افغانستان ترټولو ناخوښ یا غمجن هیواد ګڼل شوی

د کورونا وایروس د نړۍ د ټولو انسانانو خوبونه تښتولي، اقتصاد یې زیانمن کړی او د وېرې فضاء یې رامنځته کړې، خو ددې هر څه سره د فنلینډ اوسېدونکي د نړۍ خوشحاله اوسېدونکي ګڼل شوي.

د نړیوالو خبري آژانس د راپور له مخې کېږي چې ملګرو ملتونو په مرسته هغه اداره چې د خوشحاله یا خوښ انسانانو د اوسیدلو کلنی راپور تیاروي، دا ځل یې هم په یو سلو نهه څلویښت هیوادونو کې فنلینډ لومړنی هیواد اعلان کړی.

ویل کېږي چې ددې نوملړ د تیارولو لپاره څېړونکي هر یو هیواد ته تللي او له اوسیدونکو سره یې د خوښۍ، د شخصي ازادۍ، ټولنیزو مرستو او نور اړوند معلومات راټول کړي او د ژوند د ناوړه حالاتو څېړنه یې هم کړې.

په دې نوملړ کې فنلینډ لومړنی، ډنمارک دویم، ورپسې سویټزرلینډ، ایسلینډ او هالینډ شامل دي او په نهم نمبر کې بیا نیوزیلینډ راغلی او له نیوزیلینډ پرته په لومړیو لسو هیوادونو کې ټول اروپایي هیوادونه شامل دي.

په دې نوملړ کې انګلستان له دیارلسم څخه اوولسم، امریکا له اتلس څخه نوولسم نمبر ته تللې، خو المان بیا له اوولسم څخه دیارلس نمبر ته مخکې تګ کړی او فرانسه په دوه قدمه مخکې والې یوویشت نمبر ته راغلې.

په دې نوملړ کې افغانستان د نړۍ ناخوښه یا غمجن هیواد ګڼل شوی، چې وروسته یې افریقایي هیوادونه لیوسوتو، بوټسوانا، روانګا او زمبابوې راځي او پاکستان او هندوستان یې په منځنۍ برخه کې ځای لري.

دا هم ولولئ

کيوبا

کورونا کې بېکارو ځوانانو په کتارونو کې د درېدو کاروبار پيل کړ

د کورونا له امله په کيوبا کې د خوراکي توکو ترلاسه کول ډېر سخت ګرځېدلي …