کورپاڼه / بېلا بېل / ولې ډېری وخت له یو چا یا یو شي سره په لګېدو د بریښنا معمولي جټکه احساسوو؟

ولې ډېری وخت له یو چا یا یو شي سره په لګېدو د بریښنا معمولي جټکه احساسوو؟

آیا کله مو له چاسره په لګېدو یاهم د یو عادي شي په لمس کولو د لږ غوندې د بریښنا ټکان یا جټکه تجربه کړې؟ په حقیقت کې له دې ډول تجربې سره ډېر خلک مخ کېږي خو پوښتنه داده چې آخر ولې داسې کېږي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې به ووایو چې تر شا یې ډېر په زړه پوري سببونه شتون لري.

زموږ په شاوخوا کې هر شی زموږ د بدن په ګډون له اتوم څخه جوړ شوی او اتوم د پروتون، الکترون او نیوترون څخه منځته راغلی، چې په ترتیب سره مثبت، مثبي او غیر جانبدار چارجونه لري، که څه په اتومونو کې ددې درې واړو ذرو شمېر برابر وي، خو الکترونونه یې هر وخت د سفر په حال کې وي، یعنې له الماریو او نور شیانو څخه زموږ جامو ته سفر کولی شي او په لمس کولو سره د بریښنا لږه غوندې جټکه رامنځته کوي.

کله چې د الکترون او پروتون توازن نه وي برابر نو په منفي او مثبته انرژۍ کې هم توازن له منځه ځي چې ساینسپوهان ورته جامده بریښنا وایي، د مثال په توګه که چېرته تاسې پخپلو ویښتانو پوکڼۍ ووهئ یا یې تېره کړئ، نو تاسې ډېر الکترونونه جمع کوئ او له دې وروسته که چېرته له یو فلزي شي سره ولګېږي نو د بریښنا لږ غوندې جتکه به حس کړئ. دغه ډول تجربې ډېری وخت په ژمي کې وي یاهم په هغه ځایونو کې دا ډول تجربې ډېرې حس کېږي چې هوا یې وچه او یخه وي.

دا هم ولولئ

د سيند اوبه

د سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې چې خلک يې ډېر حېرانه کړل + ويډيو

په برېتانيه کې د يو سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې، چې …