کورپاڼه / جالب / اسراییلو د فلسطین له ځمکې دوه زره کاله پخوانی انجیل موندلی

اسراییلو د فلسطین له ځمکې دوه زره کاله پخوانی انجیل موندلی

د فلسطین پر ځمکه مسلط د اسراییلو د لرغون پېژندنې څانګې بیت المقدس ته څېرمه د یهودا په دښته کې موندل شوی انجیل ترمخ وړاندې کړ.

د ای ایف پي خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې د اسراییلو د لرغونو اثارو د ادارې له لوري د مارچ په شپاړسمه نیټه موندل شوی انجیل یې د خلکو ترمخ وړاندې کړ. لرغونپوهان ددغه انجیل په اړه په دې نظر دي چې دغه انجیل دوه زره کاله پخوانی او د لرغوني یونان د نسخو له پاتې شونو څخه دی. موندل شوی انجیل په عبراني ژبه باندې لیکل شوی، چې اوسمهال یې په مشهورې او لویې ژبه کې ژباړه هم شتون لري.

په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ویلي، چې دغه انجیل د بیت المقدس او لویدیځې څنډې ته یې څېرمه په یهودا دښته کې له یوه تاریخي سیمې څخه ترلاسه کړي او له دې وړاندې په ۱۹۵۰ کال هم له دې سیمې د یوه پخواني کتاب پاتې شوني ترلاسه شوي ول.

ویل کېږي چې دغه انجیل د یهودا د دښتې د (Cave of Horrors) له سیمې ترلاسه شوی او له دې وړاندې ډېر پخوانی کتاب (د دولسو کمه عمره نبیانو کتاب) نسخې هم موندل شوې وې.

راپورونه وایي چې دغه انجیل یې په یوه مظبوطه ټوټه کې د هغه وخت له قیمتي سکو سره موندل دی، که څه هم د کتاب پاتې شوني په ډېر خراب حالت کې قرار لري خو لرغونپوهانو هیله څرګنده کړې چې جوړ به یې کړي.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …