کورپاڼه / جالب / په تایوان کې په حیرانوونکې توګه د نومونو بدلولو لیوالتیا ډېره شوې

په تایوان کې په حیرانوونکې توګه د نومونو بدلولو لیوالتیا ډېره شوې

په تایوان په ناڅاپي ډول د نومونو د بدلولو کلتور عام شوی، چې ځایي چارواکي یې ډېر اندیښمن کړی دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې په تایوان کې له یو څو ورځو تر اوسه پورې یو سلو پنځوس کسانو خپل نومونه بدل کړي، چې ډېری یې ځوانان دي.

په تایوان کې د حکومت له لوري یو کس ته د درې ځلو لپاره د نوم بدلولو اجازه ورکړل شوې او نن سبا یې یې اوسیدونکو دې ته لېوالتیا ښودلې چې خپل نوم سره سالمون (ماهي) ور زیات کړي.

ویل کېږي چې د ځوانانو له لوري د خپل نوم د بدلولو علت د یو ریسټورانټ اعلان ګڼل شوی، چې له مخې یې ویل کېږي، هغه څوک چې په تذکره کې یې د سالمون یا ماهي (ګوئي یو) نوم وي، له پنځو ملګرو سره یوځای سوشي (د جاپان مشهور خواړه) وړیا خوړلی شي.

بله د حکومت د چارواکو له لوري د نوم بدلولو پر وړاندې شکایت شوی او د تایوان د داخله وزیر مرستیال وایي، چې په دې ډول د نوم بدلول نه یوازې دا چې د وخت ضایع کول بلکې د کاغذونو مصرف هم دی او هیله یې څرګنده کړې چې هر یو دې په دې اړه فکر وکړي.

یو زده کړیال په دې اړه وایي، چې ددې اعلان په اورېدو او د نوم په بدلولو یې دوه سوه پنځه دیرش ډالر ګټلي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې په تایوان کې خلکو خپل نومونه د ماهي شهزاده (سالمون پرنس)، د ماهي پاچا (سالمون کنګ) او د سرو کړو ورېژو ماهي (سالمون فرایډ رایس) سره ایښي دي.

دا هم ولولئ

یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص له ناجیریا څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو په …