د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى کرکټر او اوسني کمنټېټر رميز راجا وايي، چې مصباح الحق د غريبو خلکو مهيندر سينګ دهوني دى.
نوموړې په يوټيوب چېنل کې په يوه مرکه کې د پاکستان د پخواني کرکټر او اوسني مشر روزونکي مصباح الحق په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وويل، چې په لوبغالي کې به د هند د پخواني لوبډلمشر دهوني په څېره کې هم هېڅ جذبات نه ليدل کېدل او همداسې مصباح الحق هم و، چې زه ورته د غريبو خلکو دهوني وايم، خو اوس هغه مشر روزونکى دى او بايد خپل ځان بدل کړي.
رميز راجا په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې که موږ غواړو چې د پاکستان لوبډله په سم لور روانه شي، نو مصباح الحق به خپل فکر بدلوي او د نوي فکر سره به مخکې ځي، ډېرى وخت هغه ډېر احتياط کوي، موږ سره ډېر ټېلنټ شته، نو بيا يويره د څه خبره ده.
نوموړي په خپله دغه مرکه دا هم وويل، چې هر سفر او هرې لوبلړۍ ته د يو ځانګړى روزونکى وټاکل شي.
په وروستيو بهرنيو سفرونو کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ښې لوبې ونه کړې او رميز راجا هم دا ډېره د خپګان خبره وبلله، هغه وويل چې يو بهرني سفر ته بايد له شپږو مياشتو راهيسې تيارى ونيول شي، تر څو ښه لوبه ترسره شي.