کورپاڼه / خبرونه / ويراټ کوهلي او د هند ټوله لوبډله په پنځمه لوبه کې جريمه شوه
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي او د هند ټوله لوبډله په پنځمه لوبه کې جريمه شوه

هند په پنځمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره يې د پنځه لوبو لوبلړۍ هم د ٣-٢ سره په خپل نوم کړه.

دا لوبه چې د احمد اباد په نريندرا مودي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، ويراټ کوهلي او د هند لوبډلې ټول لوبغاړي له دې امله جريمه شو چې اورونه يې په ټاکلي وخت کې نه و ترسره کړي.

د slow over-rate له امله ټول لوبغاړي د لوبې د فيس ٤٠ سلنه جريمه شو. ځکه چې هند په ټاکلي وخت کې يوازې ١٨ اورونه ترسره کړل او دوه اورونو لپاره يې زيات وخت واخيست.

په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم د هند لوبډله ٢٠ سلنه جريمه شوې وه، ځکه په هغه لوبه کې يې هم اورونه په خپل وخت نه و ترسره کړي.

همدا راز په څلورمه لوبه کې بيا د انګلستان لوبغاړي جريمه شوي و، چې هغوى په خپل ټاکلي وخت کې ټول اورونه نه و ترسره کړي.

د اى سي سي قانون د ٢.٢٢ مادې له مخې، هرې لوبډلې چې په خپل ټاکلي وخت کې اورونه ترسره نه کړل، نو ټول لوبغاړي به جريمه کېږي، د هر اور په سر به د لوبې د فيس ٢٠ سلنه جريمه ورکوي.

دا هم ولولئ

ډیلي دا ځل ممبۍ ماته کړه

ډیلي کاپیټلز چې تېر کال يې په څلورو لوبو کې له ممبۍ انډینز څخه ماتې …