کورپاڼه / اسلام / د اسرافیل علیه السلام شپېلۍ به څومره سوري لري او انسانان به په څه حال کې را پورته کېږي؟

د اسرافیل علیه السلام شپېلۍ به څومره سوري لري او انسانان به په څه حال کې را پورته کېږي؟

په تېره لیکنه کې مو وویل چې کله ټول مخلوقات را ژوندي کېږي، نو لومړی به یې د ملا تیر پیدا کېږي او له هغې وروسته به ټول روحونه شپېلۍ کې اچول کېږي او الله تعالی روحونو ته حکم کوي چې هرو دې خپل خپل بدن ته لاړ شي او اسرافیل ته به امر وکړي چې په زور سره شپېلۍ پو کړي، د اسرافیل علیه السلام شپېلۍ به د روحونه په شمېر سوري ولري او روحونه به ترې د الوتونکو په څېر والوځي او خپلو بدنونو ته به داخل شي او د تل لپاره به په هماغه بدنونو کې پاتې شي او ټول مخلوقات به را ژوندي شي او له دې وروسته به د شپېلۍ په وهلو ځمکه وچوي او ټول انسانان به ترې راووځي.

خلک به په منډه منډه د شپلۍ په آواز لاړ شي او شپېلۍ د بیت المقدس له ځایه وهل کېږي چې د صخرا تیږی به یې په هوا کې ځوړنده وي، بدنونو ته د روحونو راتګ او د بل ځل شپېلۍ وهلو ترمنځ به څلویښت کاله موده وي او کله چې انسانان له قبرونو بیا ژوندي کېږي نو په داسې شکل سره به وي لکه نوي چې د مور له خېټې زېږېدلي وي، یعنې بدن به یې لوڅ وي، سنت شوي به نه وي او ږیره به یې هم نه وي، الله تعالی فرمایي، لکه چې ما دغه مخلوق اول ځل پیدا کړي ول، هماغسې به یې بیا پیدا کړم.

کله چې انسان ژوندی شي نو د سر ویښتان او د خولې غاښونه به یې پیدا شي او هغه انسانان چې په دنیا کې معذوره ول، د بدن غړي به ښه شي، په صحیح مسلم کې روایت دی، چې له ځمکې به ترټولو لومړی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پورته کېږي، بیا به عیسی علیه السلام، بیا به نور انبیاء علیه السلام را پورته شي، بیا صادیقین، شهیدان او نیک انسانان راپورته شي، بیا مسلمانان، بیا فاسقین، بیا کافر یو بل پسې لږ په ځنډ راپورته کېږي او حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر رضي الله عنهما به د رسول الله صلی الله علیه وسلم او حضرت عیسی علیه السلام ترمنځ وي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت او مستحب عملونه

روژه له ټولو عبادتونو څخه غوره عبادت دی، چې اجر او ثواب یې الله تعالی …