د پښتو ژبې مشهورې اداکارې، موډلې او د ټلويزيوني خپرونو کوربنې نجيبه فېض په ټولنيزو رسنيو کې ځينې عکسونه خپاره کړي دي، چې هغه پکې يوه جايزه ترلاسه کوي.
نوموړې دا عکسونه په ټويټر کې خپاره کړي دي. په عکسونو کې ليدل کېږي، چې د پښتو ژبې مشهور ليکوال او شاعر اباسين يوسفزى نجيبه فېض ته جايزه ورکوي.
نجيبه فېض له دې عکسونو سره ليکلي دي، چې دا اېوارډ زما دپاره يوه ځانګړتيا، يو فخر يوه خوشحالي ده، هغه ځکه هم چې دا فخر پښتونخوا اېوارډ دى.
نوموړې همدا راز زياتوي: ((خو اصل حېثيت يې په دې ډېر شي چې دا زما د ډېر خوږ استاذ، زموږ مشر، د پښتنو وياړ، د پښتو هسکه شمله پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي په لاس مات راکړى شوى.))
دا ايوارډ زما دپاره يوه ځانګړتيا، يو فخر يوه خوشحالي ده هغه ځکه هم چې دا فخر پښتونخوا ايواړ دے خو اصل حېثيت ئې په دې ډېر شي چې دا زما د ډېر خوږ استاز، زمونږ
مشر، د پښتنو وياړ د پښتو هسکه شمله پروفېسر ډاکټر
اباسين يوسفزي په لاس ما ته راکړے شوے. pic.twitter.com/AJ5NytBg8i— Najiba Faiz (@NajibaFaiz5) March 21, 2021
د فخر پښتونخوا جايزې د پښتونخوا يو شمېر مشهورو هنرمندانو، شاعرانو، ليکوالانو او نورو خلکو ته ورکول کېږي، چې دا جايزه پکې نجيبه فېض ته هم ورکړل شوې ده.
خو د فخر پښتونخوا د جايزو ورکولو مراسم په دې نږدې وخت کې نه دي ترسره شوي، نو داسې ښکاري چې ښايي دا عکسونه يو څه وخت مخکيني وي.