کورپاڼه / هنر او کلتور / شاهرو خان او میرمنې یې ګوري خان د خپل کوچني زوی د ساتنې مسولیتونه ویشلي

شاهرو خان او میرمنې یې ګوري خان د خپل کوچني زوی د ساتنې مسولیتونه ویشلي

د بالیووډ د بادشاه شاهرو خان او میرمنې یې ګوري خان د خپل کوچني زوی ابرام خان د روزنې او پالنې مسولیت پخپلو کې ویشلی، چې له دې وړاندې یې د مشر زوی اریان خان او لور سوهانا خان د روزنې پرمهال داسې نه ول کړي.

یاده دې وي چې شاهرو خان میرمن ګوري خان نه یوازې پخپل مسلک کې مشهوره ګڼل کېږي، بلکې په شخصي ژوند کې هم مهم ځای لري او د طبیعي تخلیقي وړتیاوو درلودونکې او باذوقه میرمن ده.

ګوري خان په دې وروستیو کې د خپل کور د مسولیتونو د خپل زوی د روزنې په اړه خبرې کړي او ویلي چې اریان خان سوهانه خان اوس غټ شوي او د ښوونځي او کالج کتابونه او نور شیان خپله برابروي.

نوموړې وایي چې د کوچني زوی په پالنه کې یې خاوند شاهروخان ورسره مرسته کوي او د والدینو په توګه یې د زوی د ساتنې لپاره مسولیتونه ویشلي دي.

ګوري وایي چې په همدې سبب یې کارونه اسانه هم دی او د کورنۍ مرسته خپل طاقت ګڼي. یاده دې وي چې ګوري خان د مسلک له لحاظه فلم جوړونکي او ډیزاینره ده.

Loading...

دا هم ولولئ

ميرا

امريکا مشهوره پاکستانۍ اداکاره د لېونو په روغتون کې داخله کړې، وايي لېونۍ ده

د پاکستاني فلمونو مشهوره اداکاره ميرا په امريکا کې لېونۍ بلل شوې ده او له …