د ټیکنالوژۍ په دې دور کې هره ورځ له یوې داسې ټیکنالوژۍ سره ضرور مخ کېږو، څو کاله دمخه به یې تصور کول هم محال ول، خو نن ورځ یې د سترګو په وینو او د ژوند د اسانتیا لپاره ورځ ګټه پوره کوو او په دې لړ کې نوی د ټیکنالوژۍ خبر هم داسې دی، چې ډېری کسان به یې ونه مني او هغه دا چې یو جاپاني شرکت د انسان د دماغو په څېر چلېدونکی تلویزون خرڅلاو ته وړاندې کړی.
د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې دغه جاپانی شرکت وایي، چې په تلویزون کې یې موجود پروسیس کوونکی تصویر په داسې ډول سره پروسیس کوي، لکه څنګه چې یې د انسان دماغ پروسیس کوي.
دغه شرکت ادعا کوي چې تلویزون یې پخپل ډول کې د نړۍ لومړنی تلویزون دی، چې لېدونکو ته به یوه نوې او جالبه تجربه ور په برخه کړي.
د حیرانتیا وړ خبره یې داده چې دغه نوی پروسیس کوونکی د انسان د دماغو په لوستلو سره پر تلویزون د تصویرونو او اوازونه د ترتیبولو وړتیا لري.