کورپاڼه / روغتيا / د بادیانو په استعمال څه ډول وزن کم کړو؟

د بادیانو په استعمال څه ډول وزن کم کړو؟

بادیان په ډېرو کورونو کې د درملو په توګه استعمالېږي او په اړه یې ویل کېږي چې د زیاتو ناروغیو په درملنه کې اغېزمن رول لوبوي، دغه په خوړو یا خوراکي توکو کې یې کارول د خوراکي توکو خوند او خوشبو ډېروي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې بادیان په ځانګړي توګه د وزن په کمولو کې یو له غوره بوټو یا نباتاتو څخه ګڼل کېږي.

بادیان د هضم د مرحلې لپاره هم ګټور وي او د میتابولیزم عملیه ښه ساتي او کله چې د میتابولیزم عملیه ښه وي، نو معده یې هم ورسره ژر صفا کېږي او د ګیس، تېزابیت، د خېټې درد او اړوند نورې ستونزې نه رامنځته کېږي.

ددې لپاره به لږه اندازه بادیان راواخلئ او په ګرمو اوبو کې به یې واچوئ او بیابه یې وڅښئ یا ټوله به یې په اوبو کې واچوئ او سهار به یې په نهاره سره وڅښئ او په دې ډول د چاغښت له ستونزې وژغورل شئ او د تازه والي احساس به وکړئ. خو باید په یاد مو وي چې دغه طریقه تر هغه وخته پورې اغېزې نه کوي ترڅو چې یې په منظم ډول ونه کاروئ.

دغه راز که چېرته د بادیانو نرمې، نرمې پاڼې او ډنډر یې د سلاد په ډول سهار په نهاره سره وخوړل شي، نو له ډېرو ناروغیو مو ژغورلی شي او که چېرته د بادیانو پاڼې له اوو دانو بادامو سره وخوړل شي نو د سر درد ستونزه حلوي.

دا هم ولولئ

د شکر ناروغان دې په پشنمي او ماښامي کې دغه ټکي په نظر کې ونیسي

د شکر ناروغانو ته پکار ده چې د روژې د مبارکې میاشتې په پشنمي او …