کورپاڼه / اسلام / حضرت عایشې رضي الله عنه ته یوه ښځه راغله او و یې چې زه یو جادوګر ته …

حضرت عایشې رضي الله عنه ته یوه ښځه راغله او و یې چې زه یو جادوګر ته …

امام حاکم په المستدرک او ابن کثیر پخپل تفسیر کې د حضرت عایشې رضي الله عنه یو روایت ذکر کړی چې فرمایي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته یو میرمن ورته راغله او غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د جادو په اړه پوښتنه وکړه، خو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ونه موند، نو دومره یې وژړل چې ما هم ورسره وژړل، ښځې ویل چې زه وېرېږم چې زه به مړه شم.

حضرت عایشه رضي الله د پېښې په اړه پوښتنه کوي او ښځه ورته وایي چې خاوند مې راڅخه لېرې تللی، بیا راته یو زړه ښځه راغله چې زړه یې ورته تش کړو، زړې ښځې راته وویل که چېرته تا هغه څه وکړې چې امر یې درته کوم نو خاوند به دې بېرته شي، ما ورته وویل چې هو کوم یې، کله چې شپه شوه زړې ښځې دوه تور سپي له ځان سره راوستل چې په یو باندې خپله ناسته وه او ډېر تېز هم نه و، تر دې د بابل ښار ته په رسېدو ودرید، هلته دوه سړي د خپلو وزرونو څخه په هوا کې راځوړند ول، نو پوښتنه یې وکړه چې تاسې څه غواړئ او څه اراده لرئ؟ ما ورته وویل چې جادو زده کول غواړم، هغوی وویل چې بې شکه چې موږ ازمایښت کوونکي یو خو ته کفر مه کوه، بېرته لاړه شه، ما ونه منله او ورته مې وویل چې بېرته نه ځم، نو هغوی راته وویل چې لاړه شه او په هغه تنور کې متیازې وکړه، زه تر هغه ځایه لاړم خو ووېرېدم او متیازې مې ونه شو کړای، بېرته ورته راغلم، هغوی رانه پوښتنه وکړه چې آیا متیازې دې وکړې؟ ما ورته وویل چې هو، هغوی پوښتنه وکړه چې تا څه شی ولید، ما ورته وویل چې هیڅ شی مې نه دی لېدلی، هغوی وویل چې متیازې دې نه دي کړي بېرته خپل وطن ته لاړه شه او کفر مه کوه، ما ونه ومنله او هغوی بیا راته وویل چې هغه تنور ته لاړه شه او متیازې پکې وکړه، زه بیا وویرېدم، تر دې چې د دریم ځل لپاره مې په تنور کې متیازې وکړې او ومې لېدل چې زما دننه یو په آس سور کس ناست دی او د آسمان طرف ته ځي. له دې وروسته ورته بېرته راغلم او کیسه مې ورته وکړه، هغوی وویل، چې تا رښتیا وویل دا ستا ایمان و چې ستا له بدن څخه ووت، بېرته لاړه شه.

عایشه رضي الله وایي چې ښځې ته وویل، چې په الله قسم زه په دې اړه په هیڅ نه پوهېږم او پوښتنه مې وکړه چې له دې پرته یې څه درته وویل، ښځې وویل چې هغوی راته وویل چې ته اوس څه غواړې، کېږي به.

Loading...

دا هم ولولئ

داسې وخت هم راروان دی چې خلک به په ښو کارونو شرمېږي

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې الله تعای هغه شخص د خپل عرش …