په مېوو کې انار یوه خوندوره مېوه ده، چې د انسان د بدن لپاره یې نه یوازې دا چې د انارو دانې ګټورې وي، بلکې پوستکی یې هم د ډېرو زیاتو ګټو درلودونکی دی، نو راځئ چې نن ورځ د انارو د پوستکي د ګټو په اړه دا لیکنه ولولو.
د انارو د ایشول شوو پوستکو ګټې:
د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د انارو پوستکی په اوبو کې ایشول او بیا همدغه ایشېدلې اوبه څښل بې شمېره ګټې لري، چې ځینې به یې دلته ولولو:
د زړه د ناروغیو مخه نیسي: د انارو د پوستکي په جوړښت کې په ډېره اندازه انټي اکساید وي، چې د میکروبونو او د زړه د ناروغیو پر وړاندې مقابله کوي.
د هضم مرحله ښه کوي: د انارو ایشول شوي پوستکې د هضم د سیستم او د کولمو لپاره د سوخت ضدې ځانګړتیاوې لري.
د خولې او غاښونو لپاره: د انارو د پوستکي یوه ګټه دا هم ده چې غاښونو له خرابېدو ژغوري او د خولې زیانمنو بکتریاوو سره مقابله کوي.
د خېټې لپاره: که چېرته د انارو پوستکی وچ او وایشول شي او پوډر ترې جوړ او وخوړل شي نو د هضم سیستم اسانوي.
د پوستکي لپاره: د انارو مېوه او ور پکې ټول غذایي توکي په ځانګړي توګه د انارو پوستکی د انسان د پوستکي لپاره ګټور وي.
د سرطاني ناروغیو لپاره: لکه څنګه چې د انارو پوستکی په ډېره اندازه انټي اکساید لري، نو په استعمال سره یې د خېټې فعالیتونه ښه کېږي او د بې شمېره ناروغیو په ګډون د خېټې، لویو کولمو او تریخې د سرطان لپاره ګټور وي.
یادونه: که چېرته یو څوک حساسیت لري نو مخکې تر مخکې دې له ډاکتر سره مشهوره وکړي.