کورپاڼه / هنر او کلتور / راني مکرجي ولې په ادیتیا چوپړا میئنه شوه؟

راني مکرجي ولې په ادیتیا چوپړا میئنه شوه؟

د هند مشهوره اداکاره یا هنرمنده راني مکرجي چې نن دري څلویښت کلنه شوه، خو خپل شخصي ژوند یې تر ډېره له خلکو پټ ساتلی او د یش راج فلمز د مشر ادیتیا چوپړا سره واده کړی، چې د ادیرا په نوم یوه لور هم لري.

د بالیووډ دغه مشهور جوړه له خپل کار پرته د کامرو څخه لېرې وي او راني مکرجي بیا ډېره لږه د ادیتیا چوپړا په اړه له رسنیو سره غږېدلې ده، خو تېره ورځ د یو تلویزوني چینل سره په خبرو کې نوموړې د ادیتیا چوپړا په اړه د خپلې خوښې یو سبب څرګند کړ.

راني مکرجي وایي چې د فلمي صنعت غوندې یو ځای کې خپل شخصي ژوند ساتل، یو له هغه لاملونو څخه و، چې ادیتیا چوپړا د ځان پر لور متوجې کړه. نوموړې وایي چې د خپل خاوند سره یې د مینې یوه لامل دا و چې هغه خپل شخصي ژوند تر اخري حده پورې ساتلی شي.

دی وایي چې په فلمي صنعت کې یې د دومره کلونو په تېرولو یواځینی شخص ددې خاوند دی چې دی یې عزت او احترام کوي او په دې مسلک کې د یو چا احترام کول ستونزمن وي، ځکه چې له باطن څخه یې خبرېږئ، خو ادیتیا چوپړا بیا له هغه یو څو کسانو څخه دی چې نوموړې یې په حقیقت کې احترام کاوه او نن ورځ یې هم د هغه د کردار، د کار کولو د ډول او د طرز طریقې په سبب احترام کوي.

راني وایي: (لکه څنګه چې زه خپل شخصي ژوند ساتم نو موږ یوه ښه جوړه یو ځکه چې موږ چېرته په نه تلو خوښ یو).

دا هم ولولئ

کرينه کپور او عامر خان

عامر خان د کرينه کپور سره يو ځاى کار کولو تجربې په اړه وغږېد

د هندي سينما مشهور اداکار عامر خان د مشهورې اداکارې کرينه کپور سره په يو …