کورپاڼه / روغتيا / څنګه د رخصتیو په ورځو کې له ډېر خوراک څخه ځان وساتو؟

څنګه د رخصتیو په ورځو کې له ډېر خوراک څخه ځان وساتو؟

ډېری انجونې یا میرمنې کله چې لږ وخت پیدا کړي یا رخصتي واخلي نو د خوږو او غوړو شیانو په خوراک اخته شي او دغه شیان هم پرته له کوم سبب او اړتیا خوري، چې دې ډول خوراک احساساتي خوراک ویل کېږي.

فشاز، خوښي، غوسه، سکون دا هغه کیفیات دی، چې د خوراک کولو غوښتنه راپاروي، یعنې لوږه نه وي خو بیاهم خوراک کوي. د رخصتیو په ورځو کې لکه څنګه چې د کار کولو فشار هم نه وي او د ټولې اوونۍ ستړیا هم وي، نو ځکه خو میرمنې د خوراک په معامله کې احتیاط نه کوي، د کور پرځای ریستورانت ته د خوراک لپاره ځي او هغه خواړه خوري چې ډېر زیات غوړ لري، چې بیا یې د بدن کالوري ډېرېږي او د وزن او چاغښت ستونزه ورته پیدا کېږي.

د احساساتي لوږې او د حقیقې ترمنځ د خوراکي توکو کارپوهان په توپیر کولو سره وایي، چې احساساتي لوږه په ناڅاپي ډول وي او د یوه ځانګړې شي غوښتنه کېږي، لکه چپس او خواږه شیان، چې بیا وروسته خپل ځان ملامت ګڼي او دا ټول د احساساتي لوږې په سبب وي.

دغه راز حقیقي لوږه بیا ورو ورو احساسېږي او د یو ځانګړي شي د خوړلو غوښتنه ور پکې نه کېږي او په هر ډول خوړو سره ختمېږي، نو راځئ چې د احساساتي لوږې او وزن د ډېرېدو څخه د ژغورلو لپاره لاندې ټکي عملي کړو:

  • له خپل ځان څخه پوښتنه وکړئ چې آیا رښتیا هم وږي یاست؟

  • د خوراکو اندازه په نظر کې ونیسئ.

  • هغه خواړه استعمال کړئ چې ګټور او مناسب وي.

  • که چېرته برګر یا پیزا تیاروئ، نو پام وکړئ چې کالوري یې ډېره نه شي.

  • که چېرته د کالوري لرونکي توکي خورئ نو ورسره ترڅنګ ښه او ګرم څښاک یا مشروب وڅښئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د شکر ناروغان دې په پشنمي او ماښامي کې دغه ټکي په نظر کې ونیسي

د شکر ناروغانو ته پکار ده چې د روژې د مبارکې میاشتې په پشنمي او …