د هند ليجينډز لوبډلې د روډ سېفټي ورلډ سيريز په پايلوبه کې د سريلانکا ليجنډز لوبډلې ته د ١٤ منډو په توپير ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د انډيا ليجينډز او سريلانکا ليجينډز ترمنځ د روډ سېفټي ورلډ سيريز پايلوبه په رايپور کې ترسره شوه، په پيل کې سريلانکا پچه وګټله او لومړى يې انډيا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
انډيا ليجينډز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٨١ منډې وکړې، چې له ډلې يې يوسف پټان ٦٢ ناسوځېدلې، يوراج سينګ ٦٠ او سچن ټنډولکر ٣٠ منډې وکړې.
د سريلانکا ليجينډز له خوا رنګانا هيرات، سنات جى سوريا، پرويز مهاروف او کوشليا ويراتنى ١-١ ويکټ واخيستې.
د ١٨٢ منډو هدف په تعقيب کې د سريلانکا ليجينډز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٧ منډې وکړې او د ١٤ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
د دوى له خوا سنات جى سوريا ٤٣، چينتاکا جيا سينګى ٤٠ او کوشليا ويرارتنى ٣٨ منډې وکړې.
د انډيا ليجينډز له خوا يوسف پټان او عرفان پټان ٢-٢، منپريت ګوني او مناف پټيل ١-١ ويکټ واخيستې.
د پايلوبې د غوره لوبغاړي جايزه يوسف پټان ته ورکړل شوه او د سياليو د غوره لوبغاړي جايزه تلکرتنى دلشان ترلاسه کړه.