کورپاڼه / روغتيا / د عربي قهوې ګټې او د ډېر استعمال زیانونه یې

د عربي قهوې ګټې او د ډېر استعمال زیانونه یې

عربي قهوه د روغتیا لپاره ګټوره هم ده او زیانمنه هم، چې د نړۍ په سطحه د استعمالېدونکي د کافي له ډولونو څخه ځانګړې ده او د کافینو اندازه د کافي په پرتله ډېره ده.

د قهوې ګټې:

د ویټامین بي ۲ اندازه یوولس سلنه، د ویټامین بي ۶ اندازه یې شپږ سلنه، درې سلنه پوتاشیم، دوه سلنه میګنیزیم او انټي اکساید لري، چې عصبي سیستم متحریک ساتي او د فکر کولو د تمرکز لپاره ډېر ګټور وي، لوږه کموي او د ورزش وروسته عضلې شخېدو ته نه پرېږدي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي، چې د قهوې په استعمال سره د وینې شکر برابر ساتل کېږي، د انسولینو تناسب ته ډېروالی ورکوي، دفاعي سیستم ته پیاوړتیا وربخښي او د خوب غلبه ختموي. دغه راز د عربي قهوې په استعمال سره د زړه د حملې امکان کمېږي او په شریانونو کې غوړ سوځوي.

د قهوې زیانونه:

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د عربي قهوې ډېر استعمال ډېر زیانونه لري، چې د خوب ستونزې، د زړه درزا تېزوي، که ښځې یې ډېره استعمال کړي نو د جنین شکل او صورت یې خرابوي، د اوسپنې د جذب وړتیا کموي، د زړه حمله او اعصابو فشار پیدا کوي. دغه راز ځینې بیا وایي چې د شنډېدو ستونزه هم رامنځته کوي، ډاکتران وایي چې د لوړ فشار او د زړه ناروغان باید ډېره قهوه ونه څښي، د قهوې د څښلو پرمهال مېوه وخورئ.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …