کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فیسبوک یو داسې لاس بند جوړ کړی چې له دماغو به کمپیوتر کنترولوي

فیسبوک یو داسې لاس بند جوړ کړی چې له دماغو به کمپیوتر کنترولوي

فیسبوک وایي چې یو داسې لاس بند یې جوړ کړی، چې په مړوند تړل کېږي او د دماغي سګنلو په لوستلو په Augmented Reality چاپیریال کې بېلابېلې اسانتیاوې برابروي. دغه راز د ایي پاډ په څېر د سیستم په لاس کولو سره به دماغي سګنلونه لولي او کله چې په یو منظر کې کوم ډیجیټل شی وینئ، نو کولی شئ چې په فکر کولو سره یې له یو ځای څخه بل ځای انتقال کړئ، ویل کېږي چې دغه ټیکنالوژي د الکترومایوګرافي یا د مقناطیسي بریښنایي وړانګو په استعمال سره له دماغو څخه لاسونو ته راتلوونکي حرکي اعصاب ولولي.

تر اوسه پورې دې آلې ته کوم نوم نه دی ورکړل شوی او په دې به معلومات یا اجزاء یوازې په فکر کولو یاهم د ګوتو په اشارې سره ولېږدول شي.

دا Augmented Reality داسې وګڼئ لکه له ځانګړو عینکو چې حقیقي چاپیریال ته ګورئ او ډیجیټلي معلومات ور پکې ډېرېږي چې ترټولو غوره مثال یې د Pokemon لوبه یا ګیم دی، چې په حقیقي ځایونو کې ډیجیتلي Pokemon کردار راڅرګندېږي او په همدې ډول به دغه ټیکنالوژي له یو ځای څخه بل ځای وړي او معلومات به ډېروي.

دا ټیکنالوژي به د ګوګل عینکو یاهم د کوم سکرین سره استعمالېږي، فیسبوک په دې فکر دی چې ډیجیتل لاس به به یې په دې برخه کې ګټور وي، خو یاده دې وي چې دغه ټیکنالوژې اوسمهال د څېړنو لاندې ده او له څو کلونو څخه پرې څېړنې روانې دي.

د روان کال د مارچ په نهمه نیټه فیسبوک خپله د فیسبوک د عینکو اعلان کړی و، چې په Augmented Reality کې استعمالېږي او ترڅنګ یې ځانګړي دست کشې او په نورو وسایلو هم د څېړنې لپاره ډېر لګښتونه کړي.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …