کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: ذهني فشار د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي

څېړنه: ذهني فشار د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي

د یوې نوې څېړنې له مخې چې پر ذهني فشار او اندیښنې ترسره شوې، ویل کېږي ډېر لږ ذهني فشار د انسان د روغتیا لپاره ګټور وي.

ذهني فشار او اندیښمن کېدل یوه طبیعي او عامه انساني کړنه ده، چې په اړه یې له څېړنو وموندل شوه چې د انسان د روغتیا لپاره ذهني فشار او کله ناکله اندیښنه یوه ګټوره کړنه ده. څېړونکي وایي چې هر انسان د ذهني فشار له عمل څخه تېرېږي، چې ځینو خو یې د خپل ذهني فشار څخه ناخبره هم وي، خو ذهني فشار یو داسې عمل دی چې له تاوانونو سره ګټې هم لري.

د څېړنو له مخې ویل کېږي هغه کسان چې ذهني فشار نه لري ژوند یې ښه او خوشحاله تېرېږي، خو دماغ یې په سم ډول سره کار نه کوي او د زده کولو عملیه یې ډېره ورو وي.

ډیوډ ایم المیډا وایي چې د تکلیف سربېره په ورځني ډول لږ غوندې ذهني فشار انسان ته ددې وړتیا ورکوي چې ستونزې حل کړي او له خپګان څخه د وتلو لپاره فکر وکړي. نوموړی یو مثال راوړي او وایي، کله چې په یوه لېدنه کې ناست یو او په ناڅاپي ډول مو کمپیوټر یا انترنیټ کار پرېږدي، نو سمدستي د ستونزې د حل لپاره لاس په کار کېږو، که څه هم دا حالت لږ ځوروونکی دی خو دا ډول ذهني فشار مو د دماغو لپاره ګټور وي او د مسایلو په حل کې راسره مرسته کوي، نو په پایله کې ویلی شو چې لږ غوندې فشار زغمل د دماغي فعالیتونو لپاره ګټور وي.

بل لوري ته په ذهني فشار د څېړنو له مخې ویل کېږي چې ذهني فشار په دماغي روغتیا ناوړه اغېزې کوي او بې شمېره خطرناکې ناروغۍ رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …