کورپاڼه / ليکنې / اوس کال بدل شو او که پېړۍ؟
١٤٠٠ هجري شمسي کال

اوس کال بدل شو او که پېړۍ؟

د هجري شمسي کال دوه ورځې وړاندې بدل شو، چې د ١٣٩٩ څخه ١٤٠٠ ته واوښت او د نوي کال د بدلېدو سره سم په ټولنيزو رسنيو کې د پېړۍ په اړه هم بحثونه پيل شو.

په ټولنيزو رسنيو کې ځينو خلکو وليکل، چې ١٤مه پېړۍ پاى ته ورسېده او ١٥مه پېړۍ پيل شوه، خو ځينو خلکو بيا دا رد کړه او وې ويل، چې ١٤مه پېړۍ لا پاى ته نه ده رسېدلې او يو کال لا هم ورته پاتې دى.

لا هم په دې تړاو په ټولنيزو رسنيو کې بحثونه روان دي، چې ايا کال بدل شوى دى او که نه تر څنګ يې پېړۍ هم بدله شوې ده؟

که دې ته په سمه توګه پام وکړو، نو يوه پېړۍ پوره سل کاله وي او کله چې سل کلونه پاى ته ورسېږي، نو يوه پېړۍ هم پاى ته رسېږي، اوس د څوارلسمې پېړۍ سلم کال روان دى او د هغه خلکو خبره سمه ده، چې هغوى وايي پېړۍ لا نه ده پاى ته رسېدلې.

که موږ عيسوي کاليز ته وګورو، نو په هغې کې موږ په واضحه توګه وينو، چې ٢١مه پېړۍ د ٢٠٠١ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پيل شوې ده او د ٢١٠٠ کال د دسمبر په ٣١مه نېټه به ٢١مه پېړۍ پاى ته ورسېږي.

يعنې د دسمبر له ٣١مې نېټې وروسته به تاريخ څه په دې ډول وي، ٢١٠١ د جنورۍ لومړۍ نېټه، نو په دې سره به ٢٢مه پېړۍ پيل شي او ٢١مه پېړۍ به پاى ته ورسېږي.

همدا راز د هجري شمسي کال ١٤مه پېړۍ به د ١٤٠٠ کال د کب په ٣١مه نېټه پاى ته رسېږي او د ١٤٠١ کال د وري په لومړۍ نېټه به ١٥مه پېړۍ پيل شي.

دا هم ولولئ

ددې لپاره چې روژه درباندې آسانه تېره شي، یو څو لارښوونې عملي کړئ

د روژې مبارکه میاشته راورسېدو، نو که چېرته تاسې هم روژې نیسئ یا ورته تیاري …