کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / پر مریخ د دوه نیم لکو انسانانو لپاره ښار جوړېږي، تعمیراتي کارونه به یې کله پیل شي

پر مریخ د دوه نیم لکو انسانانو لپاره ښار جوړېږي، تعمیراتي کارونه به یې کله پیل شي

یو هسپانوي تعمیراتي شرکت په سرې سیارې یا مریخ باندې د دوه نیم لکو انسانانو د اوسیدو لپاره پلان وړاندې کړی دی.

راپورونه وایي چې پر مریخ د لومړني ښار د جوړېدو تیاري پیل شوی، چې پلان یې د یو هسپانوي شرکت Abibo Studio لخوا وړاندې شوی، چې په مریخ کې له موجودو خامو موادو به جوړ شي.

ویل کېږي چې د دوه نیم لکو کسانو لپاره به پر مریخ کورونه د غر تر څنګ د افقي پرځای په عمودي ډول سره ډیزاین شي، چې دغه ډیزاین به د چاپیریال فشار او د وړانګو اغېزې کمې کړي.

ذکر شوی شرکت به په مریخ د موندونکو کاربن ډای اکساید، اوبو او د طبیعي وسایلو په مرسته کورونه جوړ کړي. ویل کېږي چې پر مریخ د جوړېدونکي کورونه، دفترونه، چمنونه او نور ټول داسې ځایونه شتون لري چې پر ځمکه شته دی، خو لا تر اوسه پورې په دې اړه څېړنې نه دي شوي چې هلته به انسانان له کومو حالاتو سره مخ کېږي.

په دې ښار کې به شین رنګې ګنبدې یا کوټې جوړېږي، چې د سبزیجاتو د شنه کولو لپاره د تجربو او د چکر وهلو لپاره استعمالېږي او د خوراکي توکو لپاره فصل زرغونوي.

له ځمکې څخه به مریخ ته له هرو شپږویشتو میاشتو وروسته سفر کېږي، چې درې میاشتې به دوام لري او یو طرف ته به یې ټکټ درې لکه ډالر وي. خو تر ۲۰۵۴ کاله پورې پر مریخ د تعمیراتي کارونو پیلېدل امکان نه لري او تر ۲۱۰۰ پورې یې هیڅ امکان نه لېدل کېږي.ن

دا هم ولولئ

یوه داسې انقلابي ډیجیټل آله جوړه شوې چې تقریباً هر شی اندازه کولی شي

هغه کسان چې د سیول انجینرۍ او نورو ډیزاینونو د اندازه کولو لپاره له مختلفو …