کورپاڼه / خبرونه / افغان لوبډلې او لوبغاړو په درجه بندۍ کې پرمختګ کړى
افغان لوبډله

افغان لوبډلې او لوبغاړو په درجه بندۍ کې پرمختګ کړى

د زمبابوې پر وړاندې د ٢ ټېسټ او ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو ترسره کولو وروسته نه يوازې دا چې افغان لوبډلې په درجه بندۍ کې پرمختګ کړى دى، بلکې يو شمېر لوبغاړو هم د ټېسټ لوبو لوبغاړو درجه بندۍ کې پرمختګ کړى دى.

افغانستان ملي لوبډله چې يو مهال د اى سي سي نړيوالو شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې ٧م مقام ته رسېدلې وه، خو وروسته بېرته ٩م مقام ته لاړه، چې زمبابوې ته په ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د ماتې ورکولو وروسته يو ځل بيا ٧م مقام ته تللې ده.

په دې درجه بندۍ کې افغانستان له بنګله دېش، ويسټ انډيز او سريلانکا څخه مخکې شوې ده.

بلخوا د زمبابوې پر وړاندې په دويمه ټېسټ لوبه کې د ښې لوبې ترسره کولو وروسته يو شمېر افغان لوبغاړو د ټېسټ لوبغاړو درجه بندۍ کې هم پرمختګ کړى دى.

د ټېسټ لوبو د توپ وهونکو په برخه کې اصغر افغان ٦٥، ابراهيم ځدراڼ ٦٧، حشمت الله شهيدي ٩٠ او رحمت شاه ٩٤ مقام خپل کړى دى، چې تر دې مخکې ډېر شاته و.

همدا راز د توپ اچونکو په برخه کې بيا راشد خان ډېر پرمختګ کړى دى او ٣٢م مقام ته رسېدلى دى، حمزه هوتک بيا شاته شوى دى چې اوس ٥١م مقام کې دى، يمين احمدزي هم پرمختګ کړى دى او ٦٩ مقام يې خپل کړى دى، ظاهر خان بيا ٩٨ مقام ته ښکته شوى دى.

د ټېسټ لوبغاړو په درجه بندۍ کې پورته ياد شوي هغه افغان لوبغاړي چې په سل غوره لوبغاړو کې يې مقامونه ترلاسه کړي دي.

دا هم ولولئ

ډیلي دا ځل ممبۍ ماته کړه

ډیلي کاپیټلز چې تېر کال يې په څلورو لوبو کې له ممبۍ انډینز څخه ماتې …