کورپاڼه / روغتيا / سپین مرخېړي د بېلابېلو سرطاني حجرو مخه نیسي او ودې ته یې نه پرېږدي

سپین مرخېړي د بېلابېلو سرطاني حجرو مخه نیسي او ودې ته یې نه پرېږدي

د سپینې بټنې په ډول مرخېړو کې د ځینو کیمیاوي توکو په اړه ویل کېږي، چې دا په ځانګړي توګه د پروستات د سرطان د ودې مخنیوي بېخي ځانګړې وړتیا لري.

ویل کېږي چې دغه څېړنې یې پر موږکانو ترسره کړي.

اینډروجینس یو ډول نارینه هورمون دی چې د پروستات د سرطان حجرو ته وده ورکوي او دغه هورمون د ریسپټر سره په یوځای کېدو سرطاني حجرې فعاله ساتي، په دې اړه څېړونکی ژیایي چیانګ وانګ وایي، چې د سپینو مرخېړو په استعمال سره د اینډروجن ریسپټر دغه ډول عمل درول کېږي.

له دې وړاندې ساینسپوهانو د سپینو مرخېړو پوډر هغه ناروغانو ته ورکړي ول، چې د پروستات د سرطان له دویمې حملې سره مخ شوي ول او له دې ثابته شوه چې د مرخېړو پوډر د پروستات سرطان ته وده ورکوونکی هورمون انټي جین کم کړي، چې په وینه کې له کمښت څخه معلومېږي.

ویل کېږي چې ددې طبیعي درملنې زیانمن اغېز هم نه دی څرګند شوی او اوسمهال یې په دط ټول عمل څېړنې پیل کړي. ساینسپوهان وایي کله چې یې موږکانو ته د مرخېړو پوډر ورکړل، نو د ذکر شوی انټي جین یې ډېر کم شول او ښې پایلې یې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

د روژې نېولو حیرانووکې ساینسي یا روغتیایي ګټې

د اسلام په مبارک دین یوه میاشت په بشپړ ډول د روژو لپاره ټاکل چې …