کورپاڼه / بېلا بېل / د فرغون په وختونو کې هم ښځینه ډاکترانو شتون درلود

د فرغون په وختونو کې هم ښځینه ډاکترانو شتون درلود

ثاقره د اوسنۍ قاهرې په جنوب کې د یو سلو شل کیلو میترو فاصلې سره د لرغونو اثارو یو ډېر لوی ځای دی، چې نن څخه پنځه زره کاله دمخه میمفیس په نوم د مصر د لرغوني ښاز هدېره وه او قبرونه یې په ډېر ښه ډول سره جوړ کړي ول او اوس هم د نړۍ د یو څو لرغونو ودانیو پاتې شوني په ښه ډول پکې شتون لري.

ویل کېږي چې له همدغې هدېرې یې د میرټ پیټا په نوم د یوې ښځې تصویر ترلاسه کړی چې یوه ډاکتره وه او د عیسی علیه السلام له پیدایښت څخه تقریباً ۲۷۰۰ کاله دمخه یې ژوند کاوه او په قبر یې د مرستیال ډاکتر په لیکلو داسې څرګندېږي چې په لرغوني مصر کې ښځو په هغې ټولنه کې په رضاکارانه او خدمتي توګه روغتیایي خدمتونه کول.

له میرټ بیټا څخه تقریباً ۲۰۰ کاله وروسته د یوې بلې ډاکترې (پیسیټ) په اړه هم ذکر راغلی، چې د ښځینه ډاکترانو څارنه یې په غاړه وه.

Loading...

دا هم ولولئ

سياستوال ١

په ټاکنو کې د خلکو پام رااړولو لپاره د سياستوال جالب کار

په هر هېواد کې چې کله ټاکنې وي، نو نوماندان د خپل ځان د مشهورو …