کورپاڼه / روغتيا / په منظم ډول سره د غاښونو په برش کولو سره د هېرولو له ناروغۍ ژغورل کیدلی شي

په منظم ډول سره د غاښونو په برش کولو سره د هېرولو له ناروغۍ ژغورل کیدلی شي

له ځینو شواهدو څخه څرګنده شوې چې د خولې روغتیا او دماغي ناروغیو ترمنځ اړیکه شتون لري، چې په همدې لړ کې روغتیایي کارپوهان وایي چې په ورځني ډول په منظمه توګه د غاښونو په پاکولو سره د الزایمر یعنې د هېرولو او نورو دماغي ناروغیو مخنیوی کېږي.

د ناروې د برجن پوهنتون ساینسپوهان وایي، چې په ورځني ډول د غاښونو پاک ساتل نه یوازې دا چې د غاښونو ساتنه مو کوي بلکې د الزایمر په ګډون له ډېرو ناروغیو مو خوندي ساتي، له څېړنې معلومه شوې چې ژامو د سوخت او د الزایمر ترمنځ ژوره اړیکه شتون لري، په دې اړه د ثبوت لپاره پایټر مایډن او ملګرو یې د ځانګړې بکټریا ډي این ای وړاندې کړې.

هغه بکټریا چې د ژامو په سوخت کې ډېر فعاله وي، د خولې له لارې دماغو ته ځي او په دې ډول د الزایمر ناروغي رامنځته کېږي. ویل کېږي کله چې دغه بکټریا دماغو ته لاړه شي نو یو ډول پروټین جوړوي چې دماغي حجرې له منځه وړي او د انسان حافظه کمزورې کوي او بالاخره د الزایمر په ناروغۍ مو اخته کوي.

مایډن وایي چې دغه بکټریا نیغه په نیغه د الزایمر سبب نه شي کیدای، خو د الزایمر ناروغۍ ته وده ورکوي، خو ښه خبره داده چې د غاښونو په برش کولو سره دغه خطر کمېدلی شي.

نوموړی زیاتوي که چېرته مو په کورنۍ کې کوم شخص دغه ناروغي ولري او تاسې د ژامو د سوخت ناروغي لرئ نو هڅه وکړئ چې ډاکتر ته مراجعه وکړئ او دغه ناروغي ختمه کړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …