کورپاڼه / هنر او کلتور / سوناکشي سنها هغه کسانو ته ځواب ورکړ، چې نېوکې یې پرې کولې

سوناکشي سنها هغه کسانو ته ځواب ورکړ، چې نېوکې یې پرې کولې

د بالیووډ اداکاره یا هنرمنده سوناکشي سنها ویل کېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې د پاروونکو پیغامونو په کیسه کې نه ده. نوموړې وایي چې یو وخت به په دې شیانو خپه کېده، چې په اړه یې په ټولنیزو رسنیو کې څه بحثونه کېږي او کومې پاروونکې خبرې سره تبادله کېږي، چې کله ناکله به یې پرې غبرګون هم ښوده.

سوناکشي د دبنګ په څېر په مشهور فلم کې یې مرکزي رول لوبولی وایي، چې اوس یو داسې مقام ته رسېدلې دا ډول خبرې پرې اغېزې نه کوي او پرمختګ یې زده کړی دی. نوموړې زیاتوي چې پاروونکې خبرې هغه کسان کوي چې د موبایل تر شا پټ وي او منفي شیان خپروي او دا ډول کسانو لپاره پخپل ژوند کې ځای نه لري.

سوناکشي وایي چې مینوال یې ډېره مینه ورکوي او د مخکې تګ لپاره یې هڅوي، دغه راز وایي چې تل په ټولنیزه رسنۍ کې فعاله وي او د اصلي کور په څېر به چال چلند کوي.

دا هم ولولئ

میا خلیفه له خپل کیریر څخه لس برابره زیاتې روپۍ خیره بنسټونو ته ورکړي

د غیر اخلاقي فلمونو پخوانۍ اداکارې میا خلیفه په یوې مرکه کې ددې خبرې په …