کورپاڼه / اسلام / سعودي عربستان د ٢٠٢١ کال د حج لپاره شرايط اعلان کړل
کعبه

سعودي عربستان د ٢٠٢١ کال د حج لپاره شرايط اعلان کړل

سعودي عربستان د روان ٢٠٢١ کال د حج کوونکو لپاره نوي شرايط او لارښوونې اعلان کړي دي، چې بايد د حج مراسمو او تر هغې مخکې پرې عمل وکړي.

د سعودي رسنيو د راپورونو په وېنا، د سعودي د روغتيا وزارت د هغه خلکو لپاره چې غواړي حج وکړي، لومړنى شرط دا ايښى دى، چې سعودي عربستان ته له ورتګ مخکې به د کورونا واکسين لګوي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د ذوالحجې له مياشتې مخکې بايد د کورونا واکسين ولګول شي.

په راپور کې زياته شوې ده، چې هغه خلک چې سعودي عربستان ته ورځي، هلته به يې د دويم ځل لپاره هم د کورونا ټېسټ کېږي، د روغتيا نړيوال سازمان له خوا منظور شوي د کورونا ضد واکسين لګولو ثبوت بايد ولري، چې لږ تر لږه دوه اونۍ مخکې يې لګولى وي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې هغه خلک چې د حج د مراسمو پر مهال کار کوي، هغوى به هم د کورونا واکسين لګوي او ماسکونه به يې تړلي وي.

د روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، هغه کسان چې سعودي عربستان ته د حج په موخه ځي، بايد په ٧٢ ساعته کې دننه يې د کورونا ټېسټ کړى وي، دا کسان به په سعودي عربستان کې د ٧٢ ساعتونو لپاره کرنټين کېږي.

همدا راز د ٤٨ ساعتونو تېرولو وروسته به په سعودي عربستان کې د دوى د کورونا ټېسټ د دويم ځل لپاره کېږي. د ذوالحجې نه مخکې به د مکې او مدينې د ٦٠ سلنه وګړو د کورونا ضد واکسين هم وشي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت عملونه پرېښول، څنګه دي؟

ځینې کسان د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې کارونه ناروا ګڼې او نه یې …