په ټوله نړۍ کې د مينې کيسې، ژمنې او قسمونه خو ډېر کېږي، خو رښتينې مينې هم شته، چې په هر حالت کې د يو بل سره يو ځاى وي، همداسې د مينې يو مثال په پاکستان کې هم راښکاره شوى دى.
د بي بي سي د يو راپور په وېنا، د تېر کال په نومبر مياشت کې د ثنا او داود ژوند د نورو خلکو په څېر روان و، دواړو يو بل خوښول او د ګډ ژوند تېرولو ژمنې يې کړې وې.
خو د نومبر په مياشت کې د داود سره يوه پېښه وشوه، هغه د برېښنا له تارونو سره ولګېده او دې پېښې د هغه ټول بدن وسوځاوه. د هغه حالت دې حد ته خراب شو، چې ډاکټرانو يې د ژوند ژغورلو په خاطر دواړه لاسونه او يوه پښه غوڅه کړل.
داود درې مياشتې وروسته له روغتون نه رخصت کړاى شو، خو د هغه ژوند کې هله بيا ځلې رڼا راغله، چې ثنا له هغې سره د واده پرېکړه وکړه.
د ثنا مور و پلار، خپل خپلوان او نور خلک د دې واده خلاف و، ځکه چې داود اوس دوه لاسونه او يوه پښه نه لرل، خو ثنا خپله پرېکړه بدله نه کړه، خپل کور يې پرېښود او له داود سره يې واده وکړ.
نن ثنا د ټولې نړۍ لپاره يوه بېلګه ګرځېدلې ده، چې خپل هر څه يې د خپل مين لپاره پرېښودل او يوازې د هغې خدمت او ژوند ته يې خپل ژوند وسپاره، اوس ثنا د داود هر يو کار او هر ضرورت پوره کوي.
ثنا له بي بي سي سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د داود د خوشحالۍ لپاره هره هڅه کوي او هېڅ کله هم د هغه مخته کوم داسې کار نه کوي، چې داود پرې خپه شي.
هغه زياتوي، داود ته وايي، چې که خداى درنه لاسونه واخيستل، نو زه يې درکړم، زه ستا لاسونه يم او زه چې هر څه کولاى شم، ستا لپاره به يې کوم.
ثنا وايي، چې يوازينى ارمان يې دا دى، چې د داود لاسونه او پښه بيا وويني او دواړه ګډ يو ځاى وګرځي، هغه د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کړې ده، چې د داود لپاره دې د مصنوعي لاسونو غم وکړي.