کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ډونالډ ټرمپ خپله ټولنيزه رسنۍ (وېبپاڼه) جوړوي
ډونالډ ټرمپ

ډونالډ ټرمپ خپله ټولنيزه رسنۍ (وېبپاڼه) جوړوي

د امريکا پخوانى ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتلونکو څو مياشتو کې خپله ټولنيزه رسنۍ (وېبپاڼه) جوړوي او د هغې سره سم به يو ځل بيا په انټرنېټ کې راښکاره شي.

د فاکس نيوز سره د ډونالډ ټرمپ سلاکار جيسن ميلر په خپلو خبرو کې وويل، چې پخوانى ولسمشر به په راتلونکو ٢ يا ٣ مياشتو کې د خپلې ټولنيزې رسنۍ (وېبپاڼې) سره راښکاره شي.

نوموړي زياته کړه، چې د ډونالډ ټرمپ دا نوې وېبپاڼه به د سلګونو زرو خلکو پام جلب کړي او په دې برخه کې به نوې لارې پرانيزي.

نوموړى زياتوي، زه فکر کوم چې دا وېبپاڼه به د ټولنيزو رسنيو په برخه کې لوى بدلون راولي او هر څوک د دې په تمه دي، دوى ګوري چې ټرمپ څه کوي.

د يادولو وړ ده چې ټويټر او فېسبوک د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې هغه مهال د امريکا ولسمشر و، د جنورۍ په ٨مه نېټه اکاونټونه بند کړل.

همدا راز سنېپ چېټ او يوټيوب هم د پخواني ولسمشر اکاونټونه بند کړل او د دې تر څنګ ځينو نورو ټولنيزو رسنيو هم دا اکاونټونه بند کړل، چې د انټرنېټ دروازې په بشپړ ډول په ډونالډ ټرمپ بندې شوې.

د يادولو وړ ده چې ډونالډ ټرمپ په ټولنيزو رسنيو کې د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو پر ضد خبرې کولې او ويل يې چې درغلي پکې شوې ده او ټاکنې يې جعلي بللې، چې له دې امله د ټولنيزو رسنيو وېبپاڼو د هغه اکاونټونه وتړل.

دا هم ولولئ

یوه داسې انقلابي ډیجیټل آله جوړه شوې چې تقریباً هر شی اندازه کولی شي

هغه کسان چې د سیول انجینرۍ او نورو ډیزاینونو د اندازه کولو لپاره له مختلفو …