کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شاهد اپريدى: پي ايس ايل بايد نه واى ځنډول شوى
شاهد اپريدى

شاهد اپريدى: پي ايس ايل بايد نه واى ځنډول شوى

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى کپتان او الراونډر لوبغاړى شاهد اپريدى وايي، چې د کورونا پر مهال د پاکستان کرکټ بورډ ډېر احتياطي تدابير کړي و، خو بيا هم د پاکستان سوپر ليګ ځنډول نه و پکار.

نوموړي يوې غونډې ته په خپله وېنا کې وويل، چې د نړۍ ډېرو چټکو توپ اچونکو مخکې تر فشار لاندې نه يم راغلى، خو مايک ته چې ودرېږم، نو تر فشار لاندې راځم.

شاهد اپريدى وايي، چې خلکو راسره ډېره مينه کړې ده او همدا راز ډېره غصه يې هم راباندې کړې ده، کله چې به زه ژر اوټ شوم، نو مينه وال به مې خپه کېدل.

نوموړى وايي، که کله به په توپوهنه کې ونه ځلېدم، نو په ډګرساتنه او توپ اچونه کې به مې خپل کردار اداکاوه.

شاهد اپريدي همدا راز دا هم وويل، چې په يوه لوبه کې د ښې لوبې په سر بايد لوبغاړي په ملي لوبډله کې شامل نه شي، کرکټ بايد دومره اسان نه شي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو د ١٤ لوبو ترسره کېدو وروسته له دې امله وځنډول شو، چې د يو شمېر لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلل.

دا هم ولولئ

ډیلي دا ځل ممبۍ ماته کړه

ډیلي کاپیټلز چې تېر کال يې په څلورو لوبو کې له ممبۍ انډینز څخه ماتې …