د مشهورې سندرغاړې او اداکارې فرزانه ناز مينه وال هم په ټولنيزو رسنيو کې ورځ تر بلې زياتېږي، چې اوس يې په انسټاګرام کې فالورز تر يو ميليون زيات شوي دي.
فرزانه ناز چې اوسمهال په هند کې ژوند کوي، تر ډېره پورې په ممبۍ کې وي او يا هم د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې وي، چې دواړو هېوادونو ته تګ راتګ ډېر کوي.
نوموړې په دې وروستيو کې چې افغانستان يې پرېښود او هند ته لاړه، نو ډېره بېباکه هم شوه او په ټولنيزو رسنيو کې داسې عکسونه خپروي، چې ډېرى مهال له نيوکو سره مخ کېږي.
View this post on Instagram
نوموړې تازه يوه ويډيو په انسټاګرام اکاونټ کې خپره کړې ده، چې پکې په انسټاګرام اکاونټ کې د ١ ميليون فالورز خوشحالي لمانځي.
فرزانه ناز چې دا ويډيو يې په انسټاګرام کې دوه ساعته مخکې خپره کړې ده، تراوسه پورې ١٢ زرو څخه زياتو کسانو کتلې ده او تر سلو زياتو کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.