کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / نن به د روان کال ترټولو غټه ډبره د ځمکې ترڅنګ تېره شي

نن به د روان کال ترټولو غټه ډبره د ځمکې ترڅنګ تېره شي

نن ورځ به د روان کال ترټولو لویه فضایي ډبره د ځمکې ترڅنګ تېره شي.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې د امریکا فضایي اداره ناسا وایي، چې دغه فضایې ډبره د 2001 FO32 په نوم سره یادېږي، چې د ځمکې ته ډېره نږدې به تېره شي، ناسا زیاتوي چې دا سیاره زموږ ځمکې ته کوم خطر نه پېښوي او په تر څو پېړیو پورې هیڅ امکان نشته چې کومه سیاره دې پر ځمکه را پرېوځي او یا دې زیان ور ورسوي.

راپورونه وایي چې دغه ډبره به له ځمکې تقریباً تر شلو لکو کیلو میترو فاصله ولري، چې د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ د فاصلې شاوخوا پنځه اعشاریه پنځه ویشت برابره ده.

ستور پېژندونکو دا هم ویلي دي چې د لمر پر شاوخوا کې یې د دغې ډبرې د مدار لاره په سم ډول معلومه کړې او د 2001 FO32 ډبره یا سیاره به تقریباً په ساعت کې 124،000 میتره په سرعت سره تېره شي.

یاده دې وي چې دا فضایي ډبره تقریباًً 900 میتره قطر لري او له نن څخه شل کاله دمخه موندل شوې وه.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …