کورپاڼه / خپلواک / شاه رخ خان د خپلې لور د انډیوال په تړاو څه فکر کوي؟
شاه رخ خان

شاه رخ خان د خپلې لور د انډیوال په تړاو څه فکر کوي؟

خپلواک وېبپاڼه (۲۸ اکتوبر ۲۰۱۹): د هندي سينما نامتو فلمي ستوری شاه رخ خان تل د خپلو بې باکه خبرو لپاره هم مشهور دی. هغه تل دا ويلي دي چې د خپلې لور سوهانا خان په تړاو ډېر فکر کوي، خو تازه نوموړي د نېټ فلېکس په يوه خپرونه کې د خپل شخصي ژوند په تړاو ډېرې خبرې کړې دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، شاه رخ خان د نېټ فلېکس د ډيوډ ليټرمېن په خپرونه (مای نېکسټ ګېسټ نيډ نو انټروډکشن) کې ګډون کړی او هلته يې د خپلو فلمونو، ښځې، ماشومانو او مور و پلار په تړاو ډېرې خبرې شريکې کړې دي، دا خپرونه د اکتوبر په ۲۵مه نېټه خپره شوې ده.

شاه رخ خان: د يوې غريبې کورنۍ يتيم ماشوم وم

شاه رخ خان: نړۍ بايد د ګاندهي له فکره خبره کړو

شاه رخ خان د ايټالوي خوراکونو پخلی زده کوي

شاه رخ خان او سوهانا خان

شاه رخ خان په دغه خپرونه کې وويل، چې د خپلې لور سوهانا خان د انډیوال يا ميين په تړاو له خبرو کرکه لري. هغه وايي چې په عادي توګه هغه د خپلو ټولو ماشومانو هره ستونزه حلوي، خو د دوی د انډيواليو په تړاو بيا هغه د دوی ستونزو کې لاسوهنه نه کوي او دا کار يې نه خوښېږي.

شاه رخ خان وايي، کله کله فکر کوي چې خپلې لور ته ووايي، دغه هلک سره انډیوالي مه کوه او له خپل ژوند يې بهر کړه، هغه وايي زړه مې وي چې خپلې لور ته دا خبره وکړم، خو نه يې کوم، زه يوازې د خپلې لور د ستونزو اورېدو هڅه کوم.سوهانا خان

هغه دا خبرې په داسې مهال کولې، چې د خپلې مور و پلار يادونه يې هم کوله، هغه وايي چې تراوسه پورې په دې فکر دی چې مور و پلار يې ورته ډېر وخت نه دی ورکړی، يا يې له ده سره ډېر وخت نه دی تېر کړی.

د يادولو ده چې شاه رخ خان د خپل وروستي فلم (زيرو) نه وروسته د کوم فلم جوړولو اعلان نه دی کړی، خو هيله کېږي چې هغه به د نومبر په دويمه نېټه د خپلې کليزې پر مهال د خپل راروان فلم نوم هم له خپلو مينه والو سره شريک کړي.

دا هم ولولئ

د ګډ ژوند د ښه والي او د خوښ اوسېدو په اړه یو څو لارښوونې

له ښځې پرته د نارینه ژوند نیمګړی وي، له واده وروسته میرمن خپل کور، خور، …