کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د کعبې امام هم د کورونا ضد واکسين وکړل
شېخ ډاکټر عبدالرحمان السديس

د کعبې امام هم د کورونا ضد واکسين وکړل

د حرمين شريفين مشر شېخ ډاکټر عبدالرحمان السديس هم د کورونا ضد واکسين لومړۍ ستن وکړه. هغه همدا راز له خلکو څخه هم غوښتنه کړې ده، چې د کورونا څخه د مخنيوي لپاره دې د کورونا ضد واکسين وکړي.

د سعودي رسنيو د راپورونو په وېنا، د کعبې امام شېخ عبدالرحمان السديس د کنګ عبدالله روغتون کې د کورونا ضد واکسينو لومړۍ ستنه وکړه. د واکسين کولو پر مهال نوموړي له سعودي ولس څخه هم غوښتنه وکړه، چې د کورونا ضد واکسين دې وکړي.

شېخ ډاکټر عبدالرحمان السديس د شاه سلمان بن عبدالعزيز او وليعهد محمد بن سلمان څخه مننه هم وکړه او د روغتيا وزارت د کارکوونکو ستاينه يې هم وکړه.

نوموړي وويل، چې سعودي حکومت د سعودي اوسېدونکو او بهرنيانو لپاره د کورونا ضد واکسينو وړيا انتظام کړى دى، د دې معنا دا ده چې حکومت د خلکو روغتيا ته تر هر څه زيات ارزښت ورکوي.

هغه په خپلو خبرو کې وويل، چې د نړيوالې وبا کورونا ويروس پر ضد موږ هله بريالي کېداى شو، چې کله د کورونا ضد واکسين وکړو.

تر دې مخکې د سعودي عربستان مفتي اعظم عبدالعزيز بن عبدالله ال شېخ فتوا ورکړې وه، چې د روژې پر مهال هم خلک کولاى شي چې د کورونا ضد واکسين وکړي.

مفتي اعظم په خپلو خبرو کې ويلي و، چې د واکسين کولو سره د چا روژه نه خرابېږي، ځکه چې دا په عضله کې لګول کېږي، نو روژې ته هېڅ تاوان نه رسوي.

دا هم ولولئ

د روژې مياشت

هغه هېوادونه چې نن پکې روژه نشته

د روژې مياشت پرون د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرى …