د هند ټیټ قدي یا د ټیټې ونې لرونکي ځوان ناوې ترلاسه کړه، عظیم چې د واده لپاره دروازه په دروازه وګرځید او آن د ښځینه پولیسو حوزه کې یې هم شکایت کړی و، بالاخره د ریحانې والدینو په خپلوۍ ومانه.
د هند د اتر پردیش ایالت د اوسېدونکي درې فوټه عظیم منصوري د ویډیو له خپرېدو وروسته ورته انجلۍ پیدا شوې او د همدغه ایالت د غازي آباد اوسېدونکې د ریحانې کورنۍ ورڅخه د واده غوښتنه کړې.
ویل کېږي چې د ریحانې ونه دوه نیم فوټه ده او د عظیم منصوري د ویډیو له خپرېدو وروسته یې کور ته والدین ورلېږلي. هندي رسنۍ وایي چې د ریحانې یو خپلون په ټولنیزو رسنیو د عظیم ویډیو لېدلې وه، چې نوموړی د ښځینه پولیسو حوزې ته تللی او د واده غوښتنه یې کړې وه، چې بیا د ریحانې خپلوان راغلی او په اړه یې د هغې له پلار سره خبرې کړي.
یاده دې وي چې شپږ ویشت کلن عظیم د ښځینه پولیسو حوزې ته تللی او او د خپلې کورنۍ په باب یې هم شکایت کړی و او هغه هم دوه نیم فوټه ونه لري چې همدې سبب ورته چا زړه نه ښه کوو چې واده ورسره وکړي.