کورپاڼه / خبرونه / ملي لوبډله له برياوو وروسته هېواد ته راستنه شوه
اصغر افغان

ملي لوبډله له برياوو وروسته هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د زمبابوې پر وړاندې د برياوو ترلاسه کولو وروسته هېواد ته راستانه شو، چې په کرکټ بورډ کې يې نيالګي هم کېنول.

د افغانستان کرکټ بورډ په وېنا: ((د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ایرلېنډ او زمبابوې پر وړاندې د ملي لوبډلې وروستۍ پرلپسې بریاوې او د لوبغاړو ځلېدل د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل. ملي اتلان له اوږدې مودې څخه له هېواده بهر په تمريناتو او لوبو بوخت ول، چې نن هېواد ته له ګڼو لاسته راوړنو سره راستانه شول.))

د يادولو وړ ده چې افغانستان په دې وروستيو کې د زمبابوې پر وړاندې ٢ ټېسټ او ٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې.

په ټېسټ لوبو کې لومړۍ لوبه زمبابوې او دويمه افغانستان وګټله چې لوبلړۍ د ١-١ سره مساوي شوه، همدا راز وروسته بيا دواړو لوبډلو درې نړيوالې شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې، چې افغانستان پکې ٣-٠ بريا خپله کړه.

زمبابوې ته په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې د ماتې ورکولو سره اصغر افغان په دې وتوانېده چې د لوبډلمشر په توګه په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې تر ټولو زياتې ٤٢ برياوې خپلې کړي، چې په دې سره يې د هند پخوانى لوبډلمشر مهيندر سينګ دهوني هم تر شا پرېښود.

دا هم ولولئ

ډیلي دا ځل ممبۍ ماته کړه

ډیلي کاپیټلز چې تېر کال يې په څلورو لوبو کې له ممبۍ انډینز څخه ماتې …