کورپاڼه / اسلام / رتاج الکعبه کومې خزانې ته وایي او امام مهدي به یې په کوم کسانو وویشي؟

رتاج الکعبه کومې خزانې ته وایي او امام مهدي به یې په کوم کسانو وویشي؟

کله چې امام مهدي راڅرګند شي او له خلکو بیعت واخلي نو د عربو د سیمو بې شمېره خلک به یې په فوځ کې شامل شي، امام مهدي به په کعبه شریفه کې خښه شوې خزانه چې رتاج الکعبه ورته ویل کېږي، راوباسي او په مسلمانانو به یې وویشي، کله چې د خزانې د ویش په اړه په اسلامي نړۍ کې خپور شي، نو له خراسان څخه به یو شخص د یو لوی فوځ سره د امام مهدي په خدمت کې حاضر شي، چې د فوځ د مخکینۍ ډلې مشر به د منصور په نوم یو شخص وي او مکې ته له رسېدو دمخه به په لار کې عیسویان او بې دینه خلک له منځه یوسي.

په دې وخت کې به د ابو سفیان له اولادې څخه یو شخص د امام مهدي مقابلې ته راووځي او کله چې مدینې ته نږدې د یوه غره تر څنګ واړوي نو په ځمکه به ننوځي یعنې ځمکه به یې ځانته راکاږي او یوازې دوه کسان به ژوندي پاتې شي چې یو به یې امام مهدي او بل به یې سفیاني ته خبر ورکړي.

د امام مهدي په لښکرو کې چې کله عرب فوځونه په شاملېدو شي، نو عیسویان به څلورو لورو ته د خپلو فوځونو په راټولولو پیل وکړي، دا فوځ به په شام کې راټول شي، چې د هر بیرغ لاندې به یې دولس زره عسکر وي، دا وخت به امام مهدي له مکې مدینې ته لاړ شي، د رسول الله زیارت به وکړي او له دې وروسته به د شام پر لور روان شي، کله چې دمشق ته نږدې شي نو د عیسویانو له فوځ سره به مخ شي، دا وخت به یې فوځ په دریو برخو وویشل شي، چې یوه برخه به یې هغه کسان وي چې له وېرې به تښتي او الله تعالی به دغه خلک هیڅکله نه بخښي، دویمه برخه به هغه کسان وي چې د عیسویانو پر وړاندې به شهیدان شي، چې د شهادت درجه به یې د بدر او احد د جګړې د شهیدانو درجه ولري او دریمه ډله به هغه کسان وي چې د عیسویانو سره به مقابله کوي او له ګمراهۍ او له بد انجام څخه به خلاصون ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت او مستحب عملونه

روژه له ټولو عبادتونو څخه غوره عبادت دی، چې اجر او ثواب یې الله تعالی …