کورپاڼه / اسلام / اویا زره هغه کسان چې پرته له حساب، کتاب به جنت ته داخل شي

اویا زره هغه کسان چې پرته له حساب، کتاب به جنت ته داخل شي

سیدنا حصین بن عبدالرحمن رضي الله عنه وایي چې زه د سیدنا سعید بن جبیر رضي الله عنه سره وم، چې و یې ویل چې تاسو کې چا هغه ستوری ولید چې تېره شپه ټوټه ټوټه شو؟ ما ورته وویل چې ما ولید او په لمانځه نه وم مصروف (مطلب یې دا و چې څوک مې عابد ونه ګڼي) لړم چیچلی وم او
خوب نه راتلو، سیدنا سعید رضي الله عنه وویل چې بیا دې څه وکړل؟ ما ورته وویل چې چې بیا مې دم کړو، هغه راته وویل چې ولې دې دم کړو؟ ما ورته وویل چې د هغه حدیث په وجه چې شعبي موږ ته بیان کړی، هغه وویل چې شعبي کوم یو حدیث بیان کړی؟

ما ورته وویل چې هغه موږ ته د سیدنا بریده بن حصیب اسلمي رضي الله عنه حدیث بیان کړی، هغه وویل چې دم ګټه نه لري خو د نظرر لپاره یا د چیچلو لپاره ګټور وي، سیدنا سعید رضي الله عنه وایي چا چې واورېدل او عمل یې پرې وکړو نو ښه یې وکړل خو موږ ته خو سیدنا عبدالله بن عباس رضي الله عنهما حدیث بیان کړی، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایلي یې دي، چې زما ترمخ د پیغمبرانو امتونه راوړل شول، یو پیعمبر داسې و چې لس امتیان به هم نه لرل، یو پیغمبر سره یو یا دوه امتیا ول او ځینو سره یو هم نه و، په داسې وخت کې یو لوی امت راغی، ما فکر وکړ چې دا به زما امت وي راته وویل شول چې دا د حضرت موسی علیه السلام امت دی، ته د اسمان څنډې وګوره ما ولېدل چې یوه بله غټ ډله ده، بیا راته وویل شول چې بلې څنډې ته وګوره ما ولېدل چې یوه بله غټه ډله ده، راته وویل شول چې دا ستا امت دی او په دې کې اویا زره داسې کسان دي چې پرته له حساب او کتابه به جنت ته داخل شي، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پورته شو او کور ته لاړ نو خلکو سره بحثونه پیل کړل چې شاید دا هغه کسان وي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحبت یې حاصل کړی وي.

ځینو ویل چې دا به هغه خلک وي چې د اسلام په حالت کې پیدا شوي وي او له الله تعالی سره یې شریک نه وي پیدا کړی، ځینو به نور څه ویل، دا وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی او و یې فرمایل چې تاسو د څه شي په اړه بحث کوئ، هغوی رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر کړ نو رسول الله ورته وفرمایل، چې دا هغه کسان دي چې نه دم کوي او چاته د دم لپاره ورځي، نه بدشګون اخلي او پخپل رب باور لري، دا وخت عکاسه بن محصن رضي الله عنه پورته شو او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ویې ویل چې تاسې دعا وکړئ چې الله تعالی مې په دې کسانو کې حساب کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، چې تاسې په هغه کسانو کې یئ، بیا یو بل پورته شو او و یې ویل چې ماته هم دعا وکړه چې زه هم دې کسانو کې وشمېرل شم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې عکاشه رضي الله عنه له تا وړاندې دا کار کړی.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت عملونه پرېښول، څنګه دي؟

ځینې کسان د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې کارونه ناروا ګڼې او نه یې …