کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فیسبوک په دریو میاشتو کې (۱.۳) میلیارده جعلي حسابونه یا اکونټونه تړلي

فیسبوک په دریو میاشتو کې (۱.۳) میلیارده جعلي حسابونه یا اکونټونه تړلي

د ټولنیزې رسنۍ شرکت فیسبوک وایي، چې له تېر کال اکتوبر او دسمبر پرمهال یې ۱.۳ میلیارده جعلي یا مستعار حسابونه تړلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د فیسبوک شرکت وایي، چې د روغتیایي کارپوهان له لوري په نښه شوي ۱۲ میلونه هغه مواد یې هم لېرې کړي چې د کورونا واکسینو پر ضد پوست شوي ول.

د دوشنبې په ورځ د فیسبوک له لوري په یو پوسټ کې ویل شوي، چې دوی د جعلي حسابونه په معامله کې له سختۍ څخه کار اخلي او هره ورځ په لکونو اکونټونه تړي، چې ډېری حسابونه له جوړولو سره سم تړي او د تېر کال د اکتوبر او دسمبر او دسمبر ترمنځ یې ۱.۳ میلیارده حسابونه تړلي دي.

فیسبوک د هغه پټو عملیاتو په اړوند هم مبارزه پیل کړې چې ټوله تکیه یې په جعلي حسابونو وي.

یاده دې وي چې فیسبوک تېرکال د ناوړه کړنو او جعلي حسابونو پر وړاندې په پراخه پیمانه مبارزه پیل کړه، چې بیا ډېرو کاروونکي شخصي ګروپونه ته متوجې شول، چې په شخصي ګروپونو کې خپرېدونکي مواد ټولو کاروونکو پورې نه رسېدل.

فیسبوک د پوسټونو د اتومات څارنې لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه اخلي او هغه پیجونه یا صفحې لېرې کوي، چې د فیسبوک د اصول خلاف وي یاهم هغه صفحې لېرې کوي چې د شرکت د معیار برابرې نه وي.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …