کورپاڼه / بېلا بېل / د سعودي عربستان حکومت ویلي چې اوسیدونکي یې د پاکستان په ګډون د څلورو هیوادونو له انجونو سره واده نه شي کولی

د سعودي عربستان حکومت ویلي چې اوسیدونکي یې د پاکستان په ګډون د څلورو هیوادونو له انجونو سره واده نه شي کولی

د سعودي عربستان حکومت د خپلو اوسیدونکو لپاره د پاکستان په ګډون د څلورو هیوادونو د انجونو سره د واده په کولو بندېز پورې کړ، چې له پاکستان پرته په درې نورو هیوادونو کې بنګله دیش، چاډ او میانمار شامل دي.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې د سعودي حکومت د نارینه وو لپاره د بهرنیو انجونو سره د واده په کولو وروسته له هغې بندېز پورې کړ، چې په دې هیواد کې د بهرنیو انجونو سره د واده کولو لیوالتیا ډېره شوې.

راپورونه زیاتوي هغه کسان چې غواړي له بهرنیو میرمنو سره واده وکړي، نو له واده دمخه باید له اړوند ادارې څخه اجازه ترلاسه کړي او واده دې وکړي او هغه کسان چې د دویم واده غوښتونکي وي باید طبي سند ولري ترڅو له مخې یې څرګنده شي چې لومړنۍ میرمن یې معذوره یاهم په کومه خطرناکه ناروغۍ اخته ده.

یاده دې چې ذکر شوي اصول او قوانین په دې وروستیو کې د سعودي عربستان د حکومت له لوري ټاکل شوي او له دې وړاندې د مصر حکومت د خپلو اوسیدونکو لپاره د واده اړوند اصول او قوانین نافذ کړي ول.

دا هم ولولئ

هغه رنګونه چې د ښه خوب لپاره اغېزمن تمامېږي

خوب د انسان د بدن او روغتیا لپاره ډېر اړین وي، خو پوښتنه داده چې …