کورپاڼه / هنر او کلتور / رام ګوپال ورما ولې اجی دیوګن ته په فلم کې رول نه ورکوي؟

رام ګوپال ورما ولې اجی دیوګن ته په فلم کې رول نه ورکوي؟

د هندي فلمونو لارښود یا فلم جوړونکي رام ګوپال ورما له اداکار یا هنرمند اجي دیوګن سره د کار د نه کولو علت څرګند کړ.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې فلم جوړونکی یا لارښود رام ګوپال ورما په بالیووډ کې د جرمونو، مافیا او نورو نړیوالو ډلو په اړه د فلمونو په جوړولو مشهور دی، چې په بریالیو فلمونو کې یې (کمپني، سرکار او ستیا) شمول نور نومونه د یادولو وړ دي.

رام ګوپال ورما د (کمپني) فلم له جوړولو وروسته په یوه مرکه کې له اجي دیوګن سره د کار د نه کولو په اړه وویل، کله چې یې د (کمپني) فلم جوړاوه، نو هغه وخت اجی دیوګن دومره مشهور او د بالیووډ ستوری نه و، خو له (سنګم) فلم څخه وروسته نوموړی د بالیووډ د لویو اداکارانو یا هنرمندانو له جملې څخه وشمېرل شو.

رام ګوپال زیاتوي، که چېرته اوس هم اجي دیوګن د (کمپني) فلم په څېر رول ورکړل شي، نو دی فکر کوي چې کوم ځانګړی توپیر به ونه کړي یا د مینوال به خوښ نه شي او دی چې هر کله د یو ځانګړي ژانر په اړه فکر کوي ترڅو فلم ترې جوړ کړي، نو ذکر شوې خبرې یې ذهن ته راځي.

دا هم ولولئ

کرينه کپور او عامر خان

عامر خان د کرينه کپور سره يو ځاى کار کولو تجربې په اړه وغږېد

د هندي سينما مشهور اداکار عامر خان د مشهورې اداکارې کرينه کپور سره په يو …