کورپاڼه / روغتيا / څه ډول کولی شو چې خپل ماشومانو د خاورو له خوړلو منع کړو؟

څه ډول کولی شو چې خپل ماشومانو د خاورو له خوړلو منع کړو؟

کله چې تاسې په کور کې یئ، نو ډېر به مو خپل ماشومان د لوبو په کولو لېدلي وي او دا به مو هم لېدلي وي چې ماشوم د لوبو پرمهال په ناڅاپي ډول خپل موټی له خاورو ډکوي او داسې یې خولې ته یې اچوي لکه کوم خوندور شی چې خوري، باوري یم چې په داسې حالاتو کې به د وېرې احساس کوئ، خو پوښتنه داده چې له دې وروسته باید څه وشي؟

په سیدتي مجله کې د یوې خپرې شوې څېړنې له مخې روغتیایي کارپوهان په داسې حالاتو کې د آرامه اوسیدو لارښوونه کوي، ځکه چې د ماشومانو دا عادت وي چې هغوی هر شی خولې ته اچوي، هغه که د روغتیا لپاره زیانمن هم وي، نو مه وېرېږئ ځکه چې له دا ډول حالاتو سره هره مور مخ کېږي.

روغتیایې کارپوهان وایي، چې د خاورو، شګو او د نورو ګنده ګیو په خوړلو سره په ماشومانو کې مختلفې ناروغۍ رامنځته کېږي، خو لکه څنګه چې دغه شیان خوند نه لري نو ځکه خو یې ډېری ماشومان بېرته تو کوي او ډېر ژر دا زده کوي چې د خاورو خوړل دومره خوندور نه وي.

یو څو مهم ټکي:

که چېرته ستاسې ماشومان ګنده ګي یا نور شیان لکه رنګ، صابون، کاغذ یا ویښتان خوري نو د اندیښنې وړ ګڼل کېږي او په داسې حالاتو ماشوم له ناروغیو سره مخ کېږي، ځکه چې بدن یې د اوسپنې له کمښت، د غذایي توکو له کمښت یاهم د عصبي کمزورۍ سره مخ کېدلی شي، نو که چېرته له داسې حالاتو سره مخ شو نو باید د ماشومانو د ناروغیو اړوند متخصص ته مراجعه وکړو.

روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي، چې خپل ماشومان د څارنې لاندې ونیسئ، که چېرته مو ماشومانو د خاورو او نورو شیانو په خوړلو ولېدل نو مه وېرېږئ بلکې خپلو ماشومانو ته متوجې شئ او له دې عادت څخه وژغورئ.

دا هم ولولئ

مستې د وینې فشار ته د ګټې رسولو ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

ښې بکتریاوې یعنې د انسان د روغتیا لپاره له اړینو او مثبتو بکتریاوو څخه ډکې …