کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د لومړي ځل لپاره په لابراتوار کې اوښکې جوړونکې غدې تیارې شوې

د لومړي ځل لپاره په لابراتوار کې اوښکې جوړونکې غدې تیارې شوې

هالینډي ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره په لابراتوار هغه غدې یا غلیظونه کرلي چې په سترګو کې اوښکې پیدا کوي.

په سرګو د اوښکو جوړېدل او بیا په وقفه ییز ډول خارجېدل زموږ د روغتیا لپاره ډېر اړین وي، ځکه چې په دې سره زموږ سترګې له مختلفو ناروغیو څخه ژغورل کېږي او د سترګو د پاکوالي لامل هم ګرځي.

دا څېړنه په هالینډ کې د هنرونو او علومو د اکاډومۍ په مشرۍ سره ترسره شوې او په دې څېړنه کې د لومړي ځل لپاره د جینتیکي انجینرۍ له نوې ټیکنالوژۍ کرسپر (CRISPR) څخه ګټه اخیستل شوې او هغه جین یې په نښه کړی چې د انسانانو او موږکانو په سترګو کې د اوښکو د پیداکوونکو غدو کې مهم رول لوبوي.

له دې وروسته یې د یو ډول حجرو (stem cells) په کارولو سره اوښکې جوړونکې ځانګړې حجرې رامنځته کړې او د غدو په ډول یې سره په بریالیتوب سره یوځای کړې او د لابراتوار په چاپیریال کې یې په هغه ډول اوښکې وبهولې لکه څنګه چې په طبیعي ډول سره اوښکې بهېږي.

تر اوسه خو دغه تجربې لومړنۍ تجربې ګڼل کېږي او موخه یې دا ده چې د اوښکو پیدا کوونکو غدو کارونو په ځیر سره وګوري او په اړه یې معلومات ترلاسه کړي، خو په راتلوونکې وخت څېړونکو اراده څرګنده کړې چې داسې غدې به تیارې کړي ترڅو د سترګو د وچوالي په ناروغیو اخته کسانو ته یې پیوند کړي.

خو تر اوسه پورې دغه منزل ډېر لېرې او ټول انحصار یې د راتلوونکو تجربو په بریالیتوب پورې تړاو لري.

دا هم ولولئ

وټساپ د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د آیفون کاروونکو لپاره دوه داسې فیچرونه یا …