کورپاڼه / جالب / یو داسې خطرناک ماهي موندل شوی چې سمندري لېوه ورته ویل کېږي

یو داسې خطرناک ماهي موندل شوی چې سمندري لېوه ورته ویل کېږي

تاسې به په کارتوني او نورو فلمونو کې وېروونکي او غټ ماهیان لېدلي وي، خو په دې ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې د یو داسې ماهي عکسونه لاس په لاس کېږي چې په لېدو یې انسان د وېرې احساس کوي.

د امریکا د الاسکا ایالت په سمندر کې یو ماهي نیوونکی هغه وخت سخت ووېرېده کله چې یې په جال کې خطرناک سمندري مخلوق ونښتو. د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې د ماهي دغه تصویر په ټولنیزو رسنیو ډېر ژر لاس په لاس شو او په سلګونه کسانو یې پر وړاندې د حیرانۍ څرګندونه کړې. په تصویر کې لیدل کېږي چې ماهي نېوونکي یو غټ مار ته ورته ماهي په لاس کې نیولی چې په غټ او تېره تېره غاښونه لري.

ویل کېږي چې دغه ماهي د روانې میاشتې په پیل کې د نهه دیرش کلن ماهي نیوونکې نیټ ایتن اسزاک او ملګرو یې نیولی، چې د سمندري لېوه نوم یې ورکړی.

په تصویر کې لېدل کېږي چې دغه ماهي د ماهي د نیم قد برابر دی، نیټ وایي چې کله چې یې ماهي ولېدل نو ژامې یې ډېرې خطرناکې وې او امکان دې ولري چې موږ ښکار هم کړي نو ځکه خو مو ډېر اختیاط وکړ.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …