کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د شاهد اپريدي ريکارډ ماتولو ته ورنږدې دى
شاهد اپريدى او راشد خان

راشد خان د شاهد اپريدي ريکارډ ماتولو ته ورنږدې دى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى راشد خان يو له هغه توپ اچونکو څخه دى، چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ډېر ځلېدلى دى او د افغانستان لپاره يې تر ټولو زياتې ويکټې ترلاسه کړې دي.

راشد خان چې په ٢٠١٥ کال کې يې نړيوالې شل اوريزې لوبې پيل کړي دي، تراوسه پورې يې ٥١ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي او ٩٥ لوبغاړي يې سوځولي دي.

نوموړى په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې دريم توپ اچونکى دى چې زياتې ويکټې يې اخيستي دي، تر ټولو زياتې ويکټې بيا د سريلانکا لاسيت ملينګا ١٠٧ او د پاکستان شاهد اپريدي ٩٨ اخيستي دي.

خو ياد دواړه هغه لوبغاړي دي، چې نړيوال کرکټ يې پرېښى دى او راشد خان اوس دې ته ورنږدې دى، چې د شاهد اپريدي ريکارډ مات کړي.

همدا راز که افغانستان څو نورې نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړي، نو ښايي راشد خان ډېر ژر په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې تر ټولو زياتې ويکټې واخلي.

د زمبابوې پر وړاندې په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې ډېره هيله وه چې راشد خان به څو ويکټې واخلي او د شاهد اپريدي څخه به مخکې شي، خو نوموړي په دغه لوبه کې کومه ويکټ ترلاسه نه کړه.

همدا راز د نيوزيلېنډ ټيم ساوتي او د بنګله دېش شکېب الحسن هم هغه توپ اچونکي دي، چې ٩٣ او ٩٢ ويکټې يې ترلاسه کړې دي او کولاى شي چې له راشد خان او نورو څخه مخکې شي.

په نورو لوبغاړو کې بيا د افغانستان تجربه کاره الراونډر لوبغاړى محمد نبي هم يو له مخکښو توپ اچونکو څخه دى چې په ٨١ لوبو کې يې ٧٢ ويکټې ترلاسه کړې دي، هغه په نړيوالو توپ اچونکو کې نهم توپ اچونکى دى چې زياتې ويکټې يې اخيستي دي.

دا هم ولولئ

ډیلي دا ځل ممبۍ ماته کړه

ډیلي کاپیټلز چې تېر کال يې په څلورو لوبو کې له ممبۍ انډینز څخه ماتې …