کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره یو په زړه پوری فیچر یا ځانګړتیا وړاندې کوي

وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره یو په زړه پوری فیچر یا ځانګړتیا وړاندې کوي

د فیسبوک د ملکیت لاندې ټولنیزې رسنۍ وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره د یوه په زړه پوري فیچر یا ځانګړتیا د وړاندې کولو پرېکړه کړې، چې دغه فیچر یا ځانګړتیا به په نږدې وختونو کې د وټساپ د ټولو کاروونکو لپاره د ګټې اخیستنې وړ وي.

د نړیوالې ټولنیزۍ رسنۍ وټساپ پر وینا د دغه نوي فیچر یا ځانګړتیا په مرسته به کاروونکي وکولی شي چې غږېز پیغام پخپله خوښه واوري.

راپورونه زیاتوي چې په دې له دې ځانګړتیا به سره د وټساپ کاروونکي وکولی شي چې غږیز پیغام په تېزۍ سره واوري. راپور د ویډیویي پیغامونو مثال ورکوي او وایي، لکه څنګه چې ویډیویي پیغامونه په تېزۍ یا ورو بڼې سره اورېدل او لېدل کېږي، همدغه ډول به غږیز پیغامونه هم په ورو یا تېزه بڼه سره واورېدل شي او وټساپ په دې برخه کې په کار کولو پیل کړی دی.

وټساپ وروسته له هغې چې په نوو اصولو او پالیسۍ د کاروونکو لخوا د نېوکو لاندې راغی او ګڼ شمېر کاروونکو یې بدیلو اپلیکیشنونو ته مخه کړه، د خپلو کاروونکو د خوشحاله ساتلو لپاره هڅه کوي او نوي نوي فیچرونه او ځانګړتیاوې رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

د انسان سترګه

دا د انسان سترګه نه، بلکې نوې اختراع ده

د جرمني اوسېدونکو د اى ټي انجنيرانو يوه داسې وېب کېمره جوړه کړې ده، چې …