کورپاڼه / خبرونه / تاج ملوک عالم: کرکټ سره افغانان ډېره مينه لري، خو موږ په خپله دا مينه په لغته ووهله
تاج ملوک عالم

تاج ملوک عالم: کرکټ سره افغانان ډېره مينه لري، خو موږ په خپله دا مينه په لغته ووهله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى روزونکى او د کرکټ بورډ تخنيکي سلاکار تاج ملوک عالم وايي، چې افغانان له کرکټ سره ډېره زياته مينه لري، خو د نړيوال جام پر مهال دا مينه موږ په خپله په لغته ووهله.

تاج ملوک عالم چې د طلوع ټلويزيون په سراچه خپرونه کې مېلمه و، د کرکټ د پيل څخه نيولې بيا د خپل شخصي ژوند او نور ډېر څه په اړه يې خبرې وکړې.

نوموړي وويل، چې زموږ کرکټ اوس دې ځاى ته رارسېدلى دى، چې ايرلېنډ، زمبابوې او بنګله دېش لوبډلې موږ شاته کړي دي او له دې وروسته به سريلانکا، پاکستان، ويسټ انډيز او داسې نورې لوبډلې هم شاته کوو.

تاج ملوک عالم وويل، چې په اسيا کې سترې لوبډلې هند او پاکستان او له هغه وروسته بيا د بنګله دېش او سريلانکا دي، چې دوى زموږ سره د کرکټ په برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې. هغه وايي، چې دا ټولې د اسيا لوبډلې دي او نه غواړي چې زموږ لوبډله پرمختګ وکړي.

نوموړى وايي، چې دا ټولې لوبډلې د اسيايي شورا غړې دي او زموږ حريفان دي، هغه بوديجه چې اسيايي شورا يې لري، هغه د دې ټولو لوبډلو ترمنځ وېشل کېږي، خو چې کومه لوبډله تر ټولو ښه ده د هغې برخه پکې ډېره ده، نو موږ سره دې لوبډلو کومه مرسته نه ده کړې، ځکه دوى نه غواړي چې موږ پرمختګ وکړو.

نوموړي وويل، چې هند او پاکستان له دې امله موږ سره لوبې هم نه کوي، چې هسې نه موږ ترې مخکې شو، ځکه موږ له ايرلېنډ او زمبابوې څخه مخکې شوي يو او اوس دوى موږ سره د دې لپاره هم لوبې کوي، چې موږ نه بېرته لوبې وګټي.

تاج ملوک عالم دا هم وويل، چې اته کاله يې شپه و ورځ د کرکټ لپاره يو کړي و او خپل شخصي ژوند او کورنۍ ته يې هم هېڅ پام نه و، چې دا ټول وخت يې کرکټ ته ورکړى و.

نوموړي په دې وروستيو کې د ملي لوبډلې باندې د خلکو زياتېدونکو نيوکو په اړه وويل، چې افغانان له کرکټ سره ډېره مينه لري، خو موږ په خپله د خلکو مينه په لغته ووهله، چې نړيوال جام کې ټولو خلکو هر څه وليدل.

تاج ملوک عالم دا هم وويل چې د کرکټ په نړۍ کې يو لوبغاړى بايد تر ٣٢ کلنۍ پورې لوبې وکړي او له هغه وروسته دې استعفا ورکړي، ځکه چې بايد نور ځوانان مخې ته راشي. نوموړي وويل چې په اسيايي لوبغاړو کې ډېرى يې خپل عمرونه کم ليکي، چې د خپل اصلي عمر نه څلور يا پنځه کاله عمر يې پټ کړى وي.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …